د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۰

د امنيتي مسووليتونو د سپارلو دويم پړاو له پروانه پيل شو


افغانانو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو دوهم پړاو پرون له پروان څخه پیل شو او په دې ترڅ کې له شینواري او سیاګرد ولسوالیو پرته د دې ولایت د مرکز او ټولو ولسوالیو د امنیتي چارو واګي افغانانو ته وسپارل شول.

په دې مناسبت د پروان په مرکز چارېکار کې په جوړه شوې غونډه کې د مسوولیتونو د انتقال د کمیسیون مشر اشرف غني احمدزي، د ناټوځواکونو عمومي قوماندان امریکايي جنرال جان الن، په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر او ځینو نورو بهرنیو ډيپلوماټانو ګډون کړی و.

ډاکټر اشرف غني احمدزي وویل، له نړیوالو ځواکونو څخه افغانانو ته د مسوولیتونو له سپارلو وروسته به هم نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي:

”هغه هدف چې دې ملت ځان ته ټاکلی دا دی چې په ۱۳۹۳ کال کې به د ټول هېواد د امنیت مسوولیت افغان امنیتي ځواکونه اخلي. انتقال د افغانستان د یوازې پرېښودلو په معنا نه ده، د انتقال معنا د همکارۍ د بڼې بدلول، پراخول او ژورول دي. ننني مراسم د چارو د تعقیب د یوې دوامداره پروسې پیل دی“

د پروان ولایت ځینو اوسېدونکو د بې امنیتۍ څو وروستیو پېښو ته په اشارې سره افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د انتقال له وجې اندېښنه وښوده. د پروان والي عبدالبصیرسالنګي که څه هم دا اندېښنې تایید کړې خو ډاډ یې ورکړ چې افغان امنیتي ځواکونه د مسوولیتونو منلو ته چمتو دي:

”د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت توان ښيي چې دوی د امریکا او نړیوالې ټولنې په مرسته دا ځواک موندلی چې د انتقال په دوهم پړاو کې د هېواد د اولسو ولایتونو امنیت په خپله ټینګ کړي. ځینې کوچنۍ ستونزې شته، مثلاً نن موږ یو داسې کارګر هم نلرو چې له دولتي ادارو پرته د اشتغال او کار امکان ورته برابر شوی وي او دا د امنیت له ټینګښت سره ډېره مرسته نشي کولای“

په غونډه کې د امریکا سفیر هم وینا وکړه. راین کراکر وویل چې د افغانستان د پرمختګ او پرځان بسیا کېدو لپاره به امریکا او نړیوال متحدان یې په راتلونکې اونۍ کې د افغانستان په اړه د جرمني په بن ښار کې په جوړېدونکي کنفرانس کې نوې ژمنې وکړي. کراکر زیاته کړه چې دا ژمنې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي.
XS
SM
MD
LG