د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۴

جرمني: پاکستان دې د بن په کنفرانس کې ګډون وکړي


د جرمني حکومت له پاکستان څخه وغوښتل له خپلې هغې پرېکړې ترشا شي چې ويلي يې دي نه غواړي راروانه اوونۍ د بن په کنفرانس کې ګډون وکړي، پاکستان ويلي نه غواړي د ناټو د هغه بريد له کبله چې ٢٤ تنه پاکستاني سرتېري يې ووژل، د بن په کنفرانس کې ګډون وکړي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزارت وياند اندرس پيشکه د چهارشنبې په ورځ په يوه کنفرانس کې وويل:

”پاکستان د افغانستان په باب د جوړېدونکي کنفرانس په بريا کې زياتې ګټې لري“

د رويټرز اژانس په حواله، د پاکستان حکومت د سې شنبې په ورځ وويل د بن په کنفرانس کې چې ټاکل شوې راروانه دوشنبې جوړ او د افغانستان د راتلونکي په باب په کې خبرې وشي، ګډون نه کوي. خو د جرمني د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې پاکستان په رسمي ډول له کنفرانس څخه خپل وتل نه دي اعلان کړي.

پاکستان په مومندو اجنسۍ کې څو ورځې مخکې د ناټو له لوري شوى بريد د خپل حاکميت له حق څخه سرغړونه وبلله او سخت عکس العمل يې وښود. د دې بريد له کبله پاکستان لا هم په غوسه دى او هغه لارې يې وتړلې چې په افغانستان کې دېره د ناټو ځواکونو ته ورباندې اکمالات کېږي. پاکستان له امريکا څخه غوښتي د شمسي په نامه هغه پوځي اډه دې پرېږدي چې امريکايي ځواکونه ورڅخه د بې پېلوټه الوتکو لپاره ګټه اخلي.

د امریکا د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ یو وار بیا ټينګار وکړ، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر پوله پر پاکستاني پوستو د ناټو بمباري په هيڅ ډول یو قصدي عمل نه و.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو ویلي، پر پوستو یي د ناټو بمباري پرته له کومه دلیله وه او ممکن مخکې له مخکې د دوى پر خاوره د تېري په توګه پلان شوي وي.

ناټو وايي پاکستان ورسره په ځينو برخو کې همکاري پيل کړې ده. په کابل کې د ناټو وياند بريد جنرال کارسټن جکوپسن د چهارشنبې په ورځ د پاکستان همکاري مهمه وبلله، ويې ويل:

”موږ خپلو عملياتو ته دوام ورکوو، مهمه دا ده چې د تېرې شنبې د ورځې پېښه يوه تراژيدي پېښه وه، زموږ د عملياتو او له پاکستان سره د همکارۍ په برخه کې به زموږ پر وړتيا اغېز ونه کړي“

ناټو وايي پاکستان ورسره خبرې کړي چې د سې شنبې ناوخته پر پوله د ډزو مخنيوى وکړي او په دې توګه د يوې بلې نړيوالې پېښـې مخه ونيسي.

د امريکا د سمندري ځواکونو وياند بريدمن بريان بادورا وويل د پاکستان پولې ته څېرمه د پاکستان د خاورې له يوې سيمې پر امريکايي ځواکونو ډزې شوي او امريکايي ځواکونو د ځان د دفاع لپاره ځوابي ډزې کړي، په عين حال کې د پاکستان پوځ تاييد کړه چې په دغه پېښه کې دوى دخيل نه وو. په دې پېښه کې د امريکا او پاکستان له لوري د تلفاتو راپور نه دى ورکړل شوى.

د پاکستاني ځواکونو پر دوو پوستو د ناټو د هوايي حملې په باب پاکستاني او امريکايي چارواکو بېلابېل معلومات ورکړي، خو د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، دا څرګنده خبره ده چې په ارتباطاتو کې ستونزه د دې تراژيدۍ سبب شوه.
XS
SM
MD
LG