د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۷

د ملي مشارکت جبهې له امریکا سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کیدو ملاتړ وکړ


د ملي مشارکت د جبهې مشر نجیب الله کابلی
د ملي مشارکت د جبهې مشر نجیب الله کابلی
د ملي مشارکت د جبهې مشر په دواړو ګاونډیوهیوادونو (ایران او پاکستان) تور پورې کړ، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د سند د لاسلیک کېدو مخه نیسي.

د جبهې مشر نجیب اله کابلي د دوشنبې په ورځ په کابل کې، د جبهې د غړو په ناسته کې وویل، چې دواړه ګاوڼدیان هڅه کوي، چې د پیسو، جاسوسانو او نورو لارو چارو څخه کار واخلي او د دې سند په هکله د خلکو ذهنونه ګډوډ کړي:

″په تاسې او ستاسې په وزارتونو او له کابله لیرې په قوماندانانو کې داسې خلک جذب کړي، چې میلیونونه پیسې ورکوي، ترڅو د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو دلاسلیک کېدو مخه ونیسي.″

ده داهم وویل، ګاونډیو هیوادونو په هیواد کې د لویې دودیزې جرګې پرمهال هم هڅې کړي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په هکله بې باوري رامنځته کړي.

لویه دودیزه جرګه د روان میلادي کال د اکتوبر په پنځه لسمه په کابل ښار کې دهېواد د څه باندې دوه زرو مخورو په ګډون جوړه شوې وه.

جرګې له وسله والوطالبانو سره د پخلاینې او له امریکا سره په ستراتیژیکو اړیکو بحثونه وکړل.

جرګې د یولړ شرطونو په ايښودلو سره له امریکاسره د ستراتیژیکو اړیکو لاسلیک کول تایید کړل.

د ملي مشارکت د جبهې په جوړې شوې ناسته کې له ویناو وروسته یو پریکړه لیک هم خپور کړ، چې په یوې برخې کې یې راغلي:

″امریکا باید د هیواد پولې په پرمختللې تکنالوژۍ او د اواکس په طیارو خوندي وساتي، ترڅو هیواد ته د تروریستانو د ننوتو مخه ونیول شي.″

تراوسه معلومه نه ده، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ به داسند کله لاسلیک کیږي.

ځینې افغان چارواکي هم وایي، چې ګاونډی هېوادونه د دې سند لاسلیک کیدو اندیښمن کړي دي.

افغانستان په دی وروستیو کې له هند سره هم د ګډو همکاریو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی دی او په پام کې ده د افغانستان په هکله دبن له کنفرانس څخه دمخه له فرانسې او له کنفرانس وروسته له بریتانیې سره د ګډو همکاریو تړونونه لاسلیک شي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG