د پاکستان په قبائلي سیمه اورکزو اجنسۍ کې د دولتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ په نښته کې د دوو افسرانو په ګډون لسو دولتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پوځي مقاماتو د معلوماتو له مخې دا نښته د دوشنبې په ورځ مازیګر ناوخته د بره اورکزو په یوه غرنۍ سیمه کې شوې.
په سيمه کې د پوځ یوه افسر،چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې،پوځي سرتیري په خپل یوه مرکز کې موجود وو چې ناڅاپه پرې د ناڅرګند شمیر وسله والو له لوري د سپکو او درنو وسلو برید وشو:
(په دې برید کې د یوه کپتان په ګډون دوه تنه نظامي افسران ووژل شول،د ټپيانو د کره شمیر په باب درته څه نشم ویلی،ځکه چې لا هم په سیمه کې تصفیوي عملیات روان دي او له مرکز نه بشپړ لیست موږ ته ندی رارسیدلی.
له دې ناڅاپي برید وروسته چې کله زموږ ځواکونو پر بریدګرو متقابله حمله وکړه نو د وروستیو راپورونو له مخې شل تنه برید کوونکي ووژل شول خو کیدی شي د هغوی د تلفاتو اصلي شمیر تر دې هم زیات وي.)
که څه هم نوموړي د ټپيانو د شمیر په باب بې خبري وښوده،خو پاکستاني رسنیو د پوځي مقاماتو له قوله دغه شمیر اته تنه ښوولی.
نوموړی وايي،دولتي ځواکونو تر دې برید وروسته په سیمه کې تصفيوي عملیات ګړندي کړي او هڅه کوي څو دبریدګرو اصلي مراکز په نخښه او له منځه یوسي.
بره اورکزي یوه له هغو قبائلي سیموده،چې له تیرې اوږدې مودې راهیسې پکې د وسله والو پرضد د پوځ تصفيوي عملیات روان دي.
له دې وړاندې پوځي مقاماتو ددې سیمې د بشپړې تصفیې خبر ورکړی و،خو ځايي خلک ادعا کوي،چې د دولت مخالفې وسله والې ډلې لا هم په ځینې غرنیو سیمو کې فعالې دي.
د یوبل خبر له مخې د پاکستان دولتي تلويزيون د پوځي سرچینو له قوله په کرمه اجنسۍ کې د یولړ تصفيوي عملیاتو په ترڅ کې د یوولسو وسله والو طالبانو د وژل کیدا او ۲۵ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی.
سرچینه زیاتوي چې په دې سیمه کې له تیرې یوې اوونۍ راهیسې د پيل شويو پوځي عملیاتو په نتیجه کې د وژل شويو طالبانو شمیر ۴۴ تنو ته ورسید.
که څه هم وسله والو طالبانو او ازادو سرچینو لا د دولتي مقاماتو دا ادعاوې نه دي تائید کړي خو ځینې ځايي سرچینې په دغو سیمو کې د جنګ جګړو راپور تائيدوي ولې د جزیاتو په باب بې خبري ښيي.
بلخوا دیکشنبې او دوشنبې ترمنځ شپه ناوخته مهال د بلوچستان ایالت په لرې پرته کوهلو نومي سیمه کې د وسله والو په برید کې دیرشو دولتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د دولتي مقاماتو په خبره په دې برید کې د دوو افسرانو په ګډون څوارلس سرتیري وژل شوي او شپاړس نور ټپيان دي.
ددې حملې مسوولیت د بلوچ لبریشن آرمي نومي وسله والې ډلې چې د ازاد بلوچستان غوښتونکي دي منلی او په راتلونکي کې یې د ورته حملو ګواښتنه هم کړې.
د امنيتي مقاماتو له خوا د تائيد شويو ارقامو له مخې د دوشنبې شپې راهیسې په بیلابیلو نښتو کې د ټپیانو او وژل شويو دولتي ځواکونو اومخالفو وسله والو ټوله شمیره ۸۹ ته رسیدلې چې له دې جملې ۴۸ یې دولتي سرتيري او افسران او ۴۱ یې د دولت وسله وال مخالفین ښودل شوي.
مجيب الرحمان انګار،پيښور