د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۶

جکوبسن: ایساف هڅه کوي افغانستان ته د وسلو د راتګ مخه ونیسي


په افغانستان کې میشت د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونه د ایراني ځواکونو له خوا وروستي پوځي مانورونه د دغو ځواکونو عادي تمرینات بولي خو یو ځلې بیا ټینګار کوي، چې په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته د ځینو ګاونډیو هیوادونو څخه د وسلو د راتګ موضوع په جدیت سره څاري.

د راپورونو له مخې ایرانيو ځواکونو دغه پوځي تمرینات چې اکثره یې په هوايي برخه کې دي، د دې هیواد ختیځ ته د افغانستان سره پر پوله په اته لکه کیلومتره مربع ځمکې کې کوي.

د ایساف ځواکونو ویاند کارسټن جیکوبسن له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه پوځي تمرینات د هر بل هیواد په شان د ایراني ځواکونو حق وباله او ویې ویل، چې افغانستان او په دې هیواد کې پرتو ایساف ځواکونو باندې کوم تاثیر نه لري.

خو نوموړي پرته له دې چې د ایران نوم واخلي زیاته کړه، ایساف ځواکونه هڅه کوي، چې له ګاونډیو هیوادونو نه وسله والو طالبانو ته د وسلو د راتګ مخه ونیسي:

پخوا تر دې په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو چارواکو په بیا بیا ایران تورن کړی چې له وسلوالو مخالفینو سره دوسلو او مهماتو مرسته کوي.

د دوی په وینا په ځینو مواردو کې ېې داسې وسلې هم نیولې دي چې په ایران کې جوړې شوي دي.

د راپورونو له مخې د ایرانيو ځواکونو په پوځي تمریناتو کې ددې هیواد پوځ، د سپاه پاسداران ځواک او پولیس برخه لري.

افغان کارپوهان ددغو پراخو پوځي مانورونو په اړه چې د روانې عقرب میاشتې په اوه ویشتمې نیټې د څلورو ورځو لپاره پیل شوې وې، بیلابیل نظرونه لري.

د سیاسي چارو یو تن کارپوه فضل الرحمن اوریا په دې باور دی چې دغه مانورونو یوازې کورني اهداف لري:

″ایران غواړي خپل خلک وډار کړي چې باید د دولت څخه اطاعت وکړي او انقلاب مظاهرې او نورو شیانو ته زړه ښه نه کړي. بل خوا د دولتي چارواکو مورال ډير ضعیف دی، دولت یې فاسد دی او له نړۍ څخه تجرید دی، غواړي په دې توګه د هغوی مورال هم لوړ کړي، یعنې دغه پوځي مانورې په بشپړه توګه داخلي اهداف لري.″

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال او د پوځی چارو کارپوه عبدالهادي خالد بیا د دارنګه مانورونو بهرني عواملو ته هم اشاره کوي:

″زه فکر کوم چې د ایران جمهوري اسلامي دولت په داسې وخت کې دغه اقدام وکړ چې د اسرائیلو خپرونو افشا کړه چې اسرائیل پر ایران د حملې لپاره چمتوالی نیسي، له بله پلوه په افغانستان کې بهرني ځواکونه دي او ایران په هیڅ صورت کې د امریکايي ځواکونو حضور نه مني، بله دا چې د افغانستان پر پوله د مخدره موادو د قاچاق ستونزه هم موجوده ده. زما په نظر ددې اقدام اصلي توجیه همدا ده.″

ایران که څه هم له افغان دولت سره د دوستۍ غاړې کوي خو ځینې افغان لوري یې د افغانستان په وړاندې په دوه مخې سیاست تورنوي.

دغه هیواد د کابل او واشنګټن ترمنځ له اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو سره چې افغان حکومت یې په اړه لویه جرګه هم راغوښتې وه، په ډاګه مخالفت ښودلی دی.

سربیره پر دې د ایرانیو ځواکونو له خوا په فراه او نیمروز کې په ځینو سیمو کې له ګډې پولې نه دیخوا حملې هم وخت په وخت په دغو ولایتونو کې د خلکو د شکایتونو سبب شوي.

خو د کابل چارواکو تل په خپلو خبرو کې د ایران په وړاندې دوستانه لهجه کارولې او هڅه یې کړې چې له دې هیواد سره یې اړیکې ښې و اوسي.
XS
SM
MD
LG