د لویې جرګې ګډونوالو پرون په خپله غونډه کې دا مسئله رابرسېره کړه چې د افغانستان او امریکا ترمینځ د ستراتیژیکو همکاریو د تړون په اړه د اسنادو په مسوده کې د افغانستان غوښتنې شته، خو د امریکا د شرایطو یادونه نه ده شوې.
د جرګې ویاندې صفیې صدیقي له غونډې وروسته د خلکو استازو ته په ورکړل شويو اسنادو کې دا نیمګړتیا تایید کړه.
مېرمن صدیقي د دې نیمګړتیا دلایل هم په ګوته کړل او ویې ویل چې د امریکا لوری نه غواړي مخکې له مخکې دا موضوع رسنیو ته راووزي. نوموړې وویل، امریکایان غواړي چې په دې سند کې د دوی شرایط باید محرم پاتې شي. د لویې جرګې ویاندې ټینګار وکړ چې د افغانستان د لوري ټول شرایط د خلکو استازو ته په ډاګه شوي او هېڅ برخه به یې پټه پاتې نشي.
خو ددولت د ریاست ویاند حامدعلمي له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان او امریکا د ستراتيژیکو همکاریو د تړون جزییات به د خبرو په وروستي پړاو کې مطبوعاتو ته ورکړل شي.
سپینې ماڼۍ تراوسه په ډاګه نه دي ویلي چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې څه ډول حضور غواړي خو د فایننشل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې تمه کېږي چې امریکا به لږترلږه له افغانستانه د داسې پوځي اډو غوښتنه وکړي چې افغان ځواکونو ته د لوژستیکي ملاتړ او د افراطي وسله والو پرضد د ځانګړو عملیاتو په مقصد کار ترې واخلي.
فایننشل ټایمز زیاتوي، د افغانستان اوامریکا په ستراتیژیک تړون کې د امریکا لوري ته د پوځي اډو د حق، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د فعالیت د اصولو او له افغانستان سره د امریکا د پوځي او اقتصادي مرستو د ژمنو په اړه د توافق موارد شامل دي.
د جمهوري ریاست ویاند حامدعلمي وویل، افغان حکومت هڅه کوي چې دا تړون د افغانستان د ملي حاکمیت او د خلکو په ګټه تمام شي او زیاته یې کړه، د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو سند به د اساسي قانون د احکامو له مخې ولسي جرګې ته د تصویب لپاره واستول شي. علمي ټینګار وکړ چې روانه لویه جرګه په دې برخه کې دولت ته یوازې مشورې ورکوي.