سټراتفور کامنټري:
امریکا چاپ سټراتفور کامنټري خپرونې په وروستۍ ګڼې کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پاړه چنار د پخواني سړک د بیا پرانیستل کېدو په اړه یوه مقاله لیکلي او د پیل په کرښو کې یي لیکي:
د پاکستان د کرمې ایجنسۍ چارواکو ویلي، د پاړه چنار – ټل سړک چې له ۲۰۰۷ کال راهیسي د سیمې د سني او شیعه اوسیدونکو تر منځ د جګړو له وجي بند و، بیرته پرانیستل شو.
خپرونه لیکي:
د حقاني شبکې په ۲۰۰۸ کال کې د دغه سړک د خلاصولو په مقصد، د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ د اوربند منځګړیتوب کړی و، خو د جګړو د دوام له وجي تر دې وروستیو پورې دا سړک بند پاته شوی و.
له سیمې څخه مهاجر شوي سنیان او شیعه ګان چې یو شمېر یي له دیرشو کلونو یعني د شورویانو د یرغل په وختونو کې مهاجر شوي وو، بیرته خپلو کورونو ته راستانه شوي دي.
خپرونه لیکي: د دغه سړګ د خلاصیدو په اړه یو شمېر پوښتنې موجودې دي. داسې بریښي چې د سړک د خلاصولو لپاره سنیانو او شیعه ګانو په خپلو کې د سولې یو تړون لاسلیک کړی خو پوښتنه دا ده چې دا تړون به څومره دوام وکړي؟.
بله دا چې ايا حقاني شبکې په دي معاملې کې منځګړیتوب کړی او که څنګه؟
د سړک په بندیدو سره افغانستان ته د دغې شبکې اکمالاتې لارې هم له ستونزو سره مخامخ شوي دي.
په سنیانو، شیعه ګانو او حقاني شبکې سربیره، څلورمه ډله یعنې تحریک طالبان پاکستان هم په دغې سیمې واکمن دي او د وسله والو ډلو له توافق پرته د سولې هیڅ تړون دوام نشي کولای.
ستراتفور کامنیټري لیکي: د پاړه چناراو تل له سړک څخه د پاکستان استخباراتي ادارې (ای ایس اي) په ۱۹۸۰ لسېزې کې افغانستان ته اکمالات او د شوروي ځواکونو پر ضد جګړو لپاره افغان مجاهدین هم استول.
ټایمز:
انګلستان چاپ ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د ناوړه چلند او ځینو نا معقولو فرهنګي دودونو او ستونزو په اړه یوه مقاله لیکلي او د سونیا په نامه د یوې څوارلس کلنې جنۍ زړه دردونکې داستان یي راخیستي.
سونیا په لس کلنۍ کې د هغې د خوښي پرخلاف یوه وسله وال ته په نامه شوې وه او د هغه د لادرکۍ وروسته یي ورور له دي سره د واده هڅه کوله خو دا جنۍ په ډېر سختو شرایطو له خپل کوره وتلي او دا مهال په کابل کې د ښځو د حفاظت او ساتنې په یوه پټ امن ځای کې ژوند کوي.
ټایمز وړاندي لیکي:
سونیا له څلورو کلونو راهیسي د ښځو د ساتنې په دغه مرکز کې ژوند کوي خو وایي، دا ځای ورته له زندان نه کم نه دی او هره شیبه په بیره کې ده چې د هلک خپلوان او د کورنۍ غړي یي ممکن ووژنې.
ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم چې د افغانستان اساسي قانون او نور قوانین د ښځو د حقونو دفاع او ساتنه کوي خو دا مهال د افغانستان په زندانونو کې د ښځینه بندیانو له نیمایي زیاتې یي په عنعنوي - اخلاقي جرایمو تورنې او محکومې دي. زیات شمېر ښځې له کوره د تیښتې په جرم بندیانې دې.
ورځپاڼه وړاندې ليکي: ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، په افغانستان کې له ښځو سره غیر انسانې چلند کېږي او که چېري کومه یوه یي له شجاعت او زړورتیا کار واخلي او له ظلمونو څخه د خلاصون په مقصد پولیسو ته ځان ورسوي، په ډېرو مواردو کې په خپله د پولیسو له خوا ورسره د جنسي تجاوز او ځورونو په ګډون ناوړه چلند کېږي او وروسته بیرته مربوطو کورنیو ته تسلمیږي.