د هر کال پشان داځل هم د لوی اختر په مناسبت د پيښور په څنډو کې د څارویو ګڼ شمير منډیانې پرانستل شوي.
د ښار او څيرمه سیمو نه هره ورځ په سلګونو خلک د قربانۍ د څاروي اخیستو لپاره دې منډیانو ته ورځي خو تر ډیره تش لاسونه بیرته ستنیږي.
که څه هم په هر مارکیټ کې په زرګونو ډول ډول څاروي د خپلې ښکلا او څربه توب له وجې د اخیستونکیو توجه ځانته راجلبوي خو همدا چې اخیستونکی یې بیه و پوښتي نو له ځانه سره وبنګیږي او د چا خبره د تيښتې لار ترې ورکه شي:
″۱- کوم څاروی، چې به تیر کار په دیرش زره پلور کیده هغه اوس په شپيته زره بیه کوي، نو موږ به څنګه وکولی شو، چې د قربانۍ لپاره څاروی واخلو.″
۲- نر خونه یو پر دوه لوړ شوي، د بیلګې په توګه تیر کال ما جوټه یا ځوانه میښه په پينځه څلويښت زره اخیستې وه، خو په هغه کچه او وزن دا ځل تر اتیا زرو زیاتې بیه کوي.
۳- دوه ورځې کیږي، چې سهار راشم تر ماښامه ګرځم راګرځم خو د څارویو بیې له اسمان سره خبرې کوي، کوم خوسۍ چې مې تیر کال په پينځوس زره اخیستی و، هغه اوس په یو لک کلدارو هم نه پيداکیږي.
۴ – تیر کال چې ما په څلويښت زره کوم څاروی اخیستې و، هغه اوس تر اتیا زرو زیات بیه کوی نو څنګه به یې واخلو.″
یوشمېر خلک بیا شکایت کوي چې، په پيښور کې د دود له مخې هر کال په روژه او اخترونو کې د خوراکي موادو، لباسونو او نور هغه څه چې په دې مواقعو کې کارول کیږي، بیې په ناڅاپي ډول لوړیږي، چې دا کار نه یواځې د اسلام بلکې د پښتني اصولو پرضد او یو ناروا عمل دی:
″نو چې دا حال وي او دا بیې وي نو ښکاره خبره ده چې ډيرخلک به له دې ثوابه محروم پاتې شي. ګورئ که تاسې نورۍ نړۍ ته پام وکړئ، چې کله کرسمس یا د نورو مذاهبو دغه ډول ورځې وي نو په هر یوشي باندې تخفیف ولګوي او څو برابره یې ارزان پلوري خو زموږ مسلمانانو دا حال دی چې په دې ورځو کې چړې تیرې کړو او خلک د څټ له لوري حلالوو.″
″تاسو وینئ، چې په پاکستان کې غربت او بیکاري اوج ته رسیدلې نو که دا بیې وي زما په شمول ډیر خلک به له قربانۍ پاتې شي.″
″عجیبه خبره دا ده چې موږ ځان ته مسلمانان هم وايو او دا ډول کارونه هم کوو، یعنې کله چې روژه راشي هم هر څه ګران خرڅيږي او که اختر راشي هم. اوس تاسوو ګورئ، چې دا څاروي له خپل اصلي ارزښت څخه څو برابره زیات بیه کوی.″
د پيښور په دغو مارکیټونو کې له اوښانو نیولې تر غوایانو، غواګانو، میښو، پسونو پورې ښه پریمانه ولاړ دي، خو د اخیستونکیو پشان پلورنکي هم ناخوښي ښکاري.
یوشمېر پلورونکیو د بیو د لوړوالي او د خلکو د شکایتونو په باب له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:
″رحمداد مې نوم دی او په دې مارکيټ کې څاروي خرڅوم. نن مې پينځمه ورځ ده، چې یو څاروی مې هم نه دی پلورلی، موږ هم په دې خوشحالیږو، چې ارزان یې وپلورو او پينځه روپۍ په کې وګټو خو چې موږ ته مال له پنجابه ګران راځي نو مجبور یو چې په هماغه اندازه به یې ګران پلورو″
″بازار ډير سوړ دی، خلک ښه ډیر دي خو اخیستونکي د نشت برابر دي، په تیره یوه اونۍ کې مې ایله یو څاروی په یولک او شپيته زره کلدارو پلورلی نور نو د خدای اسرې ته ناست یو″
″په دې ورځو کې هسې هم د څارویو بیې لوړې وي اوبیا چې موږ یې له پنجابه په ګرانه بیه راولو نو څه چل وکړو،په تاوان خو یې نشو پلورلی″
د نور پاکستان په شان په پيښور کې هم د ځانګړو ورځو لکه اخترونه او نورو کې د تازه او وچه میوو، خوراکي موادو، سبزیجاتو، لباسونو او په ځانګړې توګه د لوی اختر په رانژدې کیدو د څارویو بیې په ناڅاپي ډول څو برابره لوړيږي.
خلک پر اړوندو حکومتي ادارو نیوکه کوي، چې په دې لړ کې هيڅ پاملرنه نه کوي او همدا علت دی چې د خلکو ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږي.
راپور: مجيب الرحمان انګار- پيښور