د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

"کابل ښاریان دې د ښار په پاک ساتلو کې همکاري وکړي"


کابل ښاروال یو ځل بیا له کابل ښاریانو وغوښتل، چې د ښار په پاک ساتلو کې ورسره همکاري وکړي.

کابل ښاروال محمد یونس نواندیش په همدې اړه د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ګذر وکیلانو په ګدون یوه غونډه جوړه کړه، چې په کې د ښارد پاکوالي او د ګذر وکیلانو ستونزې په ګوته او د حل په لاره یی خبرې وشوې.

په دې غونډه کې محمد یونس نواندیش د ښار په پاکولو کې د ګذر وکیلانو ونډه مهمه وبلله او هغه خلکو باندې نیوکه وکړه چې پیسې لري خو د خپلو کوڅو په پاکولو کې برخه نه اخلي:
په دې غونډه کې محمد یونس نواندیش د ښار په پاکولو کې د ګذر وکیلانو ونډه مهمه وبلله
په دې غونډه کې محمد یونس نواندیش د ښار په پاکولو کې د ګذر وکیلانو ونډه مهمه وبلله

(د کابل ښاروالۍ د چارواکو په وینا په کابل کې د نفوس ډیریدل او د ښار اوسیدلو د فرهنګ نه مراعات کول هغه ستونزې دي چې د ښار د ناپاکۍ لامل کیږي.)

یو شمېر د ګذر وکیلان بیا له کابل ښاروالي نه شکایت کوي چې د ښار ټولو سیمو ته یو شان پاملرنه نه کوي.

د کابل ښار د شپارلسمې ناحیې د ګذر وکیل عبدالمالک خوشیوال ازادۍ راډیو ته وویل، چې څو ځله یې له کابل ښاروالۍ نه غوښتي چې د قلعه زمان خان په سیمه کې کثافات دانیانې کیږدي، خو کابل ښاروالۍ یي دغې غوښتنې ته پاملرنه نه ده کړې.

کابل ښار په دوه ویشت ناحیو تقسیم شوی دی، چې د کابل ښاروالۍ په وینا شپږ سوه وکیلان يي دغو ناحیو کې د خلکو د ستونزو د حل کولو په موخه ټاکلي دي.

خو بل خوا بیا د کابل ښار یو شمېراوسیدونکي له همدغو وکیلانو شکایت کوي چې یو شمېر وکیلان خو یا خپل کار په سمه توګه سرته نه رسوي او یا هم د کار په بدل کې له خلکو رشوت غواړي.

جمیله ظریف،کابل
XS
SM
MD
LG