د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د اتصالاتو مخابراتي شرکت له افغان کرکټ بورډ سره د مرستو ژمنه وکړه


د اتصالاتو مخابراتي خصوصي شرکت ژمنه وکړه، چې تر درې کلونو پورې به د افغانستان له کرکټ بورډ سره لازمې مالي او تخنیکي مرستې وکړي.

د دې تړون له مخې به د اتصالاتو مخابراتي خصوصي شرکت، د افغانستان د کرکټ بورډ د اړتیاو د پوره کولو او د لوبغاړو د ظرفتیونو د لوړولو په لاره کې، هرډول مالي او تخنیکي مرستې وکړي.

د تړون په یوې ماده کې داهم ذکر شوی، چې اتصالات به د افغانستان د کرکټ لوبغاړو ته یوه اندازه میاشتنۍ تنخوا هم وټاکي.

افغان کرکټ بورډ سره د اتصالاتو د مخابراتي شرکت د مرستو تړون د چهار شنبی په ورځ په کابل کې د دواړو لورو د مسوولینو له خوا لاسلیک شو.

د اتصالاتو د مخابراتي شرکت د اجرایوي چارو مرستیال ″یاسر ابوالعمایم″ وویل:

″موږ غواړو سربیره پر افغان کرکټ د دې هیواد له نورو ورزشونو سره هم مرسته وکړو، په افغانستان کې د ورزش وده، د سولې د راوستلو غوره لاره ده او افغان نوی نسل به دې لارې ته راهنمایي کړي.″

په افغانستان کې د کرکټ لوبه شاوخوا لس کاله کیږي، چې پیل شوې ده، خو لیدل کیږي، چې مینه وال یې له یوې ورځې نه بلې زیات اولمن یې په تیزۍ سره له یو ولایت نه بل ته خوریږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولینو وایي، افغان کرکټ ټیم له تیرو لسو کلونو راهیسې په ډیرو لږو مالي او تخنیکي امکاناتو وکړای شول، په سیمه ایزو او ځینو نړیوالو مسابقو کې ښه وځلیږي او د پام وړ بریاوې د ځان او هیواد په برخه کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییوي مشر نسیم اله دانش وویل، د اتصالاتو مخابراتي شرکت د افغانستان له کرکټ بورډ او لوبغاړو سره له څو کالو راهیسې د دوی مالي او تخنیکي مرستې کړي چې نیتجې یې د افغانستان د کرکټ د ټیمونو په بریاو کې څرګند شوی دی.

ده د افغان کرکټ بورډ او اتصالاتو ترمنځ د تړون په هکله وویل:

″اتصالات ژمنه وکړه، چې په ننګرهار او کابل کې به د کرکټ د روزنې دوه اکاډمي جوړوي، د ملي ټیم، له نولس کلنو لاندې ټیم او د الف ټیم، پنځه څلویښت لوبغاړو ته به میاشتینیۍ تنخوا ورکوي. مجله به یې چاپوي، انټرنټ به ورکوي او ویب سایټ به یې چلوي.″

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان د کرکټ بورډ پنځه کلن ستراتیژیک پلان جوړ شوی، چې له مخې به یې، د هیواد په یوشمېرلایتونو له کابل، ننګرهار، سمنګان، بغلان، کندز او ځینو نورو کې د کرکټ لوبغالي ولري.

کرکټ بورډ وایي، اوسمهال د هېواد د شلو ولایتونو کابو اویازره د کرکټ ورزشکاران له دوی سره راجستر شوي دي.

سره له دې چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم، له نولس کلنو لاندې او د
″الف″ ټیم په لږه موده او لږو امکاناتو ډېر بریالیتوبونه د ځان په برخه کړل. خو خلک وایي، دا ټیمونه بیا هم د مجربو استادانو لارښوونو ته ضرورت لري او کرکټ بورډ باید په لومړی سر کې د کرکټ د بالینګ او بیټنګ ( توب اچونې او توب وهنې) د برخې استادان بشپړ کړي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG