د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۶

اروپایي ټولنه د افغان پولیسو پر روزنې ١٥ملیونه یورو لګوي


ټاکل شوې ده، چې د افغان پولیسو د مسلکي روزلو پروګرام د کابل او بامیانو په ولایتونو کې د ای، او، ایم یا د کډوالۍ د نړېوال سازمان له خوا پیل او پلي شي.

په دې مقصد په جوړې شوې ناسته کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر وویل، د دې پیسو نهه میلیونه د بامیانو په ولایت کې د پولیسو د روزلو د یو مرکز جوړولو ، څلور میلیونه یي په کابل کې د پولیسو د کیفیت لوړولو او دوه میلیونه یي ظرفیت جوړولو ته ځانګړې شوی دی.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر ویګادس اوشا سکاس وویل:

« لومړی: په نهو میلیونو په کابل کې د یوه کالج جوړول.

دوهم: د بامیانو په ولایت کې په څلورو میلیونو د پولیسو د روزلو د یو مرکز جوړول چې ښځې به په کې هم وې او دریم د ظرفیتونو لوړول، د دې پروګرام عمده برخې دي. »

د کورني چارو وزارت، د کابل او بامیانو په ولایتونو کې د دې ډول روزنیزو مرکزونو جوړول له اهمیته ډک وبلل.

د دې وزارت مرستیال جنرال میرزا محمد یارمند وویل، دا مرکزونه به په اتلسو میاشتوکې بشپړ شي او تدریسي چارې به یې د بهرنیو متخصصینو له خوا ترسره شي:

«زموږ پولیس دې ته اړ دي، چې اوږد مهاله تعلیمات وویني. په همدې اساس تاسې د یوه تړون د لاسلیک کېدو شاهدان یاست، چې له مخې به یې په کابل او بامیانو کې د پولیسو د روزنې مرکزونه ولرو، له اروپایي ټولنې مننه کوو چې د افغان پولیسو په روزلو کې او د دې مسلک په لوړولو کې له موږ سره مرسته کوي. »

همدارنګه د اروپایي ټولنې د عمومي منشي مرستیال مسي پپوسکي وویل، په پام کې ده، چې په نږدې راتلونکي کې د اروپایي ټولنې او افغانستان ترمینځ یوبله توافقنامه هم لاسلیک شي، چې له مخې به یې د دې د روغتیایي، تعلیمي، مسلکي او سوداګریزو چارو له پرمختګ سره مرسته وشي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په دې وروستیو کې هڅې تیزې کړي، چې له اروپایي ټولنې سره په مختلفو برخو کې اړیکې ټینګ او مرستې یې جلب کړي.

د اروپایي ټولنې استازی وایي، په دې هکله لومړی بحثونه پیل شوي دي.

راپور: خان محمدسیند
XS
SM
MD
LG