د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۳

دفاع وزارت د پاکستان د راکټي حملو په اړه خپله لهجه بدله کړه


ښاغلی عظد دغو حملو په اړه د دوی او د رسنیو په رپورټونو کې توپیر موجود دی.
ښاغلی عظد دغو حملو په اړه د دوی او د رسنیو په رپورټونو کې توپیر موجود دی.
د ګاونډیو او په تیره بیا د پاکستان د راکټي حملو په اړه د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندونې د هیواد د دفاعي او امنیتي ادارو په دریځ کې هم بدلونونه راوستل.

د هیواد د دفاع وزارت، چې پاکستان ته د راکټي حملو په غبرګون کې د بالمثل اقدام ګواښ کاوه یوه ورځ وروسته له هغې، چې افغان ولسمشر د دې حملو په اړه د رسنیو رپورټونه له مبالغې ډک وبلل خپله لهجه بدله کړه.

د دې وزارت ویاند د ولسمشر کرزي دریځ تایید کړ او ویې ویل، چې له ګاونډیو هیوادونو سره په مسایلو کې باید له زیات دقت نه کار واخستلای شي.

جنرال ظاهرعظیمي، چې له ازادۍ راډیو سره یې په یوه ځانګړې مرکه کې خبرې کولې وویل، چې د دغو حملو په اړه د دوی او د رسنیو په رپورټونو کې توپیر موجود دی.

″موږ چې کله سیمه له تخنیکي پلوه څیړو او بیا یې، چې له خبرو او نورو شاعیاتو سره پرتله کوو، نو په رښتیا هم زیات توپیر موجود وي.

ولسمشر وویل، که کوم مورد موجود وي، چې لري یې، هڅه کوو، هغه د ممکنه مرجعو په وسیله بند کړو او لازمي اقدامات وکړو، چې دلته یې د لازم کلمه کارولې ده.

دا په بشپړ ډول طبعي ده، کله، چې تاسو د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ترمنځ له کومې مهمې مسالې سره مخامخ کیږﺉ، باید په دقت او حوصله مندۍ سره مساله تعقیب کړﺉ، په دې اړه باید له احساساتو کار وانخستلای شي.″

دفاع وزارت رسنۍ په داسې حال کې په مبالغې تورنوي، چې د سپټمبر د میاشتې په ۲۵ نیټه خپله د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پاکستاني پوځ په څو محدودو ورځو کې د کونړ په دانګام ولسوالۍ له دریو سوو زیات د درنو وسلو ډزې کړي.

د توغندیو د حملو په شمېرې رسنیو نه بلکه خپله دفاع وزارت خپره کړې او په کې دا ګواښ هم شوې، که دا حملې بندې نه شي، نو ملي اردو د خلکو په ملاتړ دا وس لري، چې بالمثل اقدام وکړي.

تاسو باور وکړﺉ چې همدا اوس هم د افغانستان ټولو وګړو، چې د ولسمشر کرزي وینا اورېدلې ده، ډېر مایوسه شوي دي، دا ډېره یوه ملي مساله ده.

جنرال امان

په ورته وخت کې د هیواد د ختیځ زون د سرحدي پولیسو قومندان جنرال امین اله امرخیل هم په داسې حال کې، چې د پاکستان حملې مني، خو د ولسمشر څرګندونې تاییدوي او وایي، چې د پاکستان د حملو په اړه له مبالغې کار اخستل شوی.

دی وایي، چې له پاکستاني لوري سره یې په دې اړه خبرې کړي او هغوی ورسره ژمنه کړې، که داسې څه موجود وي، نو عمدي نه دي او مخه به یې ونیول شي.

خو کتونکي د افغان حکومت په دې دریځ حیرانتیا څرګندوي او وایي، چې د دوی په دریځ کې دا بدلون د ځینو سیاسي اهدافو لپاره دی.

جنرال امراله امان له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د ولسمشر وروستیو څرګندونو خلک خورا مایوسه کړي دي.

د خلکو مایوسي:

″تاسو باور وکړﺉ چې همدا اوس هم د افغانستان ټولو وګړو، چې د ولسمشر کرزي وینا اورېدلې ده، ډېر مایوسه شوي دي، دا ډېره یوه ملي مساله ده.

جناب امرخېل صیب چې د دغو بریدونو پر سر خپله استعفی وړاندې کړه، چې ده ته یې د بالمثل عمل امر نه ورکاوه. جناب وزیر صاحب دفاع دوه شپنې مخکې مصاحبه وکړله او ویې ویل، چې موږ همیشه دغو شان حملو ته په ملي سطح خپل ځواب ورکړی دی او ملت په خپله په دې اړه تصمیم نیسي.″

خو افغان حکومت یوازې د پاکستان د حملو په اړه دا دریځ نه دی خپل کړی، بلکې د ایران د راکټي حملو په اړه هم خاموشه دی.

خو عام افغانان بیا جلا نظر لري د دوی په کابل، جلال اباد او د هیواد په بیلابیلو ښارونو کې په پراخو مظاهرو کې له افغان حکومت نه یې غوښتنه وکړه، چې دا مساله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.

راپو: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG