د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۸

ولې افغان دولت د پاکستان او ایران د بریدونو پرضد اقدام نه کوي؟


د کارپوهانو په وینا، په دولت کې د پاکستان او ایران نفوذ د دوی پروړاندې د کوم اقدام مخه ډب کړې ده.
د کارپوهانو په وینا، په دولت کې د پاکستان او ایران نفوذ د دوی پروړاندې د کوم اقدام مخه ډب کړې ده.
د کونړ والي فضل الله وحیدي وايي، چې د افغان دولت له ډیپلوماټیکو هلو ځلو سره سره د دغه ولایت په سرحدي سیمو د پاکستان له خاروې راکټي حملې روانې دي او په باور یې دغه ستونزه له نړیوالو فشارونو پرته نه شي هواریدای.

فضل الله وحیدي د شنبې په ورځ غرمه مهال ازادي راډیو ته وویل، چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې هم د پاکستان له خاورې پنځه پنځوس راکټونه لګیدلي، چې خلکو ته مالي زیانونه اړوي او یو کس په کې ټپي شوی هم دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې په دې مسالې کې دې د ملګروملتونو د امنیت شورا نه مرسته وغوښتل شي او دوی هم په کونړ کې د ملګرو ملتونو د دفتر له استازیو او ایتلافي ځواکونو سره دا مساله مطرح کړې ده:

″له بین المللي نه مې مطلب دا دی، چې په دې کې باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مداخله وکړي او فشار پرې راولي، چې د همسایه توب په بنیاد دوی باید داسې تعرضات ونه کړي، ځکه چې له دې د دوو ملکونو تر منځ جنجال پېښیږي.

د رسنیو له لارمې اوریدلي، چې د پارلمان له خوا هغوی ته کوم لیک استول شوی دی او دا خبره په کې یاده شوې ده. دلته له موږ سره د ملل متحد نماینده ګان دي او دفترونه یې دلته دي، هغوی ته دا خبره یاده کړې ده بلکه احضار کړی مو دی او دا خبرې مو ورسره کړي دي.″

یو نیم زر راکټ ویشتل شوي دي:

د کونړ والي وویل، چې تراوسه پورې د پاکستان له خاورې په کونړ شاوخوا یو نیم زر راکټي حملې شوي دي، چې دوه ویشت ملکي کسان په کې مړه او یوویشت نور ټپیان دي.

د ښاغلي وحيدي په وینا د راکټ اکثره دغه مرمۍ په دانګام، ناړۍ او سرکاڼو ولسوالیو کې لګیدلي، چې له پنځو سوو نه یې ډیرې کورنۍ بې ځایه کړي.

د نوموړي په بارو دغه حملې له پولې اخوا د دیر او ثمر خیلو له سیمو څخه د پاکستان له پوځي قطعاتو کیږي.
دا دوه علت لري، یو دا چې ضعیف او ناتوان دی او بل په دې دولت کې د پاکستان او ایران ځالې په پراخ پیمانه باندې شتون لري او نه پرېږدي، چې دغه دولت مستقل او ملي حرکت وکړي.

اوریا


د پاکستان له خاروې له دغو حملو سربیره د تیرې چهار شنبې په ورځ ایراني عسکرو هم د نیمروز په ولایت راکټي حمله وکړه.

د نیمروز چارواکي وايي، ایراني عسکرو بیا هم هڅه کوله، چې د افغانستان په خاروې پورې مربوط یوې سیمې کې پوسته جوړه کړي.

د شنبې په ورخ ولسي جرګې هم د دغو حملو په اړه بحثونه وکړل او پر دولت یې انتقاد وکړ، چې چوپه خوله ورته ناست دی. د ولسي جرګې دوو غړو مولوي شهزاده شاهد او انجنیر صاحب خان په دې اړه وویل:

″د کونړ، نوروستان او ځینو نور سرحداتو د راکټي بریدونو مساله ډېره اوږده شوه، ټول خلک که هغه دولت او که ملت ډېر پریشانه دي، مګر یو تصمیم لا نه دی نیول شوی.

۲ – دا شپږ میاشتې کیږي، چې په کونړ باندې راکټي بمبار کیږي، زموږ ټول حکومتي اراکين سکوت پاتې دي، چې دا سکوت موږ ته نور د تحمل وړ نه دی.″

بل خوا یو شمیر کتوونکي په دې باور دي، چې د افغانستان په حکومت کې د ایران او پاکستان ژور نفوذ د دې سبب شوی، چې د دې دواړو هیوادونو د راکټي حملو پر ضد جدي اقدامات ونه کړي.

د سیاسي چارو یو تن کارپوه فضل الرحمن اوریا په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

ضعف او ناتواني:

″دا دوه علت لري، یو دا چې ضعیف او ناتوان دی او بل په دې دولت کې د پاکستان او ایران ځالې په پراخ پیمانه باندې شتون لري او نه پرېږدي، چې دغه دولت مستقل او ملي حرکت وکړي.″

هڅه مو وکړه، چې د پاکستان او ایران د ځواکونو د وروستیو بریدونو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره هم خبري وکړو، خو د دې وزارت چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

پخوا تر دې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر څو ځلې احضار کړی دی او په ختیزو سیمو یې د راکټي حملو په اړه ورته شکایت کړی دی.

دغه حملې په داسې حال کې بیا له سره پیل شوي، چې د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني له وژنې وروسته د کابل او اسلام اباد اړیکي یو ځلې بیا خرابرې شوي دي.

راپو: احمد زبیر ژمن
XS
SM
MD
LG