د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۶

جنوبي وزیرستان: د بې پيلوټه الوتکو په بل برید کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


پر جنوبي وزیرستان د مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو په یوه بل برید کې څلورو سخت دریځو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو پټنځای یې ویجاړ شوی.

د پاکستان پر قبائلي سیمو وزیرستانونو یوارې بیا د بې پيلوټه الوتکو پرله پسې بریدونو زور اخیستی.

راپورونه وايي دغو الوتکو بیګا تر نیمې شپې وروسته په جنوبي وزیرستان کې پر هغه کور برید کړی چې ویل کیږي ناڅرګند شمير سخت دریځي وسله وال پکې دیره وو.

له سیمې نه په تر لاسه شویو راپورونو کې ویل شوي چې بې پيلوټه الوتکو د شپې پر یوه نیمه بجه د جنوبي وزیرستان د انګور اډې په بغړ شنه کې د ملانذير په مشرۍ د ځايي طالبانو پر یوه مرکز څلور پرله پسې توغندي وتوغول چې په ترځ کې یې درې تنه وسله وال ووژل شول او یویې سخت ټپي شو.

بلخوا ځینې پاکستاني رسنیو بیا د توغول شویو توغندیو شمير اووه ښوولی او ادعایې کړې چې په دې پيښه کې پر درېیو وژل شویو سربیره اووه تنه سخت دریځي وسله وال ټپيان شوي هم دي خو باخبره سرچینو لا ددې خبر پخلی ندی کړی.

په تیرو درېيو ورځو کې دا څلورمه حمله ده چې د بې پيلوټه الوتکو له خوا پر وزیرستانونو کېږي.

لومړۍ حمله د پنجشنبې پرسهار پر شمالي وزیرستان وشوه چې د وروستیو راپورونو له مخې د شهباز ځدراڼ په نوم چې په جمیل یې هم شهرت درلود دحقاني شبکې یوتن مهم مشر هم پکې ووژل شو.

حقاني شبکې لا په دې باب څه ندي ویلي خو امريکايي مقاماتو نوموړی د ددې ډلې یو مهم جنګي قوماندان بللی او د هغه وژنه یې ددې شبکې لپاره لوی زیان ګڼلی.

که څه هم په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د بې پيلوټه امريکايي الوتکو پيل له وزیرستانونو شوی او په وقفه ييز ډول یې دوام کړی خو په تیرو څو میاشتو کې چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړيکې ترینګلې شوې وې او ویل کیږي چې د دواړو لوریو ترمنځ استخباراتي رابطې هم ځنډیډلي په دې بریدونو کې د پام وړ کموالی راغلی و.

خو د پنجشنبې له سهاره چې د افغانستان و پاکستان لپاره د امريکا د متحدو ایالاتو ځانګړي استازي مارک ګراسمین له اسلام اباده لیدنه وکړه دا څلورم برید دی چې د بې پيلوټه الوتکو له خوا ترسره کیږي.

د ځينې لويدیځو رسنیو د راپورونو له مخې متحد ایالات د پاکستان د استخباراتي ادارو په مرسته دغه ډول بریدونه کوي.

د کارپوهانو په باور ددې بریدونو نوې لړۍ د دواړو لوریو ترمنځ په استخباراتي اړيکو کې هماهمنګي ګڼل کیدی شي خو ځینې نور بیا په دې باور دي چې ښايي امریکا پر دې هیواد د فشار زیاتولو په هدف یوارې بیا دې بریدونو ته زور ورکړی وي.

د امريکا متحد ایالات د القاعده ترڅنګ دحقاني شبکه چې ویل کیږي په وزیرستانونو کې خوندي مرکزونه لري په افغانستان کې د سولې پر وړاندې لوی خنډ ګڼي او وايي چې دغه ډلې له دې ځایه په افغانستان کې پر افغان او امريکايي اهدافو بریدونه کوي.

د یادونې وړ ده چې په تیرو څو کلونو کې د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې د القاعده په ګډون د افغان او پاکستاني طالبانو په لسګونو مهم کسان وژل شوي او ګڼ پناه ځایونه یې ويجاړ شوي.

مجیب الرحمان انګار،پيښور
XS
SM
MD
LG