د نیمروز د والي ویاند حاجي قاسم د چهارشنبې په ورځ د جرمني خبري اژانس (ډي پي ا ) ته ویلي، چې د ایران له لوري د نیمروز په ګنک ولسوالۍ د هاوان د ګولیو دا حمله پرون له غرمې مخکې شوې ده.
حاجي قاسم ویلي، د هغو رپوټونو په اساس چې ماته را رسیدلي ، د سرحد له پورې غاړې څخه لږ تر لږه د هاوان اوه مرمۍ زموږ خاورې ته را توغول شوي دي.
د نیمروز د والي ویاند ویلي، چې په دې حمله کې د تلفاتو کوم رپوټ نه دی ورته رسیدلی او د مسلې په اړه یې په کابل کې چارواکي خبر کړي دي.
دې افغان چارواکي زیاته کړې، چې ایراني لوري تر دې حمله مخکې ادعا کړې وه چې په نیمروز کې یو کلي د دوي د خاورې برخه ده .
ده زیاته کړې، چې تر دې ادعا وروسته ایراني لوري له سرحده سره نږدې د خپلو قواوو شمېر هم ډير کړی دی او ګڼ شمېرعسکر یې سیمې ته لیږلي دي.
د جرمني خبري اژانس د نیمروز د والي د ویاند په حواله لیکي، چې ایراني لوري څه موده مخکې دوي ته یو لیک استولی وو او ادعا یې کړې وه چې د نیمروز په کنګ ولسوالۍ کې د بادیچي په نوم کلي د ایران د خاورې برخه ده چې له ډيرو کلونو راهیسي له افغانستان سره تړل شوی دی .
د نیمروز د کنګ ولسوالۍ د بادیچې کلي له ایران سره په سرحد پروت دی، چې تقریبا څلور کاله مخکې د سیلونو له امله سخت متضرره شوی وو، خو تر یوه حده بیا رغول شوی دی.
ایران او افغانستان تقریبا زر کیلومتره ګډ سرحد لري، د کنګ ولسوالۍ د نیمروز له مرکز زرنج څخه په دیرش کلیومتره لرې واټن کې پرته ده .
د نیمروز د والي ویاند ویلي، چې د افغانستان سرحدي پولیس د جدې حملې په صورت کې د دفاعي ځواب ورکولوته تیار دي.
موږ هڅه وکړه، چې په دې مسله د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره خبرې وکړي خو بریالي نه شوو .
د ایران له خوا د افغانستان پر خاوره د هاوان د دې حملې خبر په داسې حال کې خپریږي، چې په وروستیو کې د پاکستان له لوري هم د افغانستان په ختیځو سیمو د راکټي حملو رپوټونو غوغا جوړه کړې ده .
په سیمه د پاکستان له لوري د راکټي حملو د مخنیوي په خاطر د هڅو په لړ کې پرون په کونړ کې د قومي مشرانو او مخورو غونډې دوه پلاوي وټاکل .
د ازادي راډیو د خبریال په حواله ، په دې قومي غونډه کې پریکړه وشوه چې یو هیات به جمهور ریس حامد کرزي ته د خبرو لپاره ورځي او دوهم هیات به د کوزې پښتونخوا سیمه ایزو مشرانو ته ور واستوي .
په کونړ کې د دې غونډې په ترڅ کې وویل شول، چې که چیرې د پاکستان پوځ د دې حملو د مخنیوي په اړه اقدام ونه کړي نو د پولې دا خوا پروت ولس به د پولې پورې غاړې ته له پرتو قبایلو مرسته وغواړي .