د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۵

راپور: په افغانستان کې موږ کومه غلطي وکړه؟


د امریکا نشنل انټرسټ خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د تېروتنو په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی، په افغانستان کې موږ کومه غلطي وکړه.

خپرونه د سپینې ماڼۍ د پخوانیو او اوسنیو واکمنو تېروتنو اوهمداراز د پاکستان دوه مخې لوبې ته چې په نتیجه کې یې د افغانستان حالات تر دې حده خراب شول اشاره کوي او په وروستۍ برخه کې ځینې مشورې چې سپینه ماڼۍ یې د وسله والو طالبانو د حملو د مخنیوي په مقصد باید په پام کې ونیسي، وړاندې کوي.

نشنل انټرست په پیل کې لیکي، امریکا اوس مهال په هغه جګړه کې ښکېل ده چې باید نه وای. په افغانستان کې د امریکا د پوځي عملیاتو د پیل په لومړیو څوکلونو کې القاعده شبکه، اسامه بن لادن او طالبان د تېښتې په حال کې وو، د حقاني شبکې نوم لا چا اورېدلای نه و.

په همدې کلونو کې میلیونونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شول، خلکو خپل کاروبار پیل کړ، د مخدرو موادو تجارت په ټپه درېدلی و او ملکي امریکایانو افغانستان ته د سفر پرمهال زغره والې جامې نه اغوستې، خو له بده مرغه د پخواني ولسمشر جورج ډبلیوبوش ادارې او په خاص ډول اداري او مالي څانګو یې په همدې لومړیو کلونو کې د افغانستان د بیارغونې بودجه راکمه کړه. خپرونه زیاتوي:

پر طالبانو له حملې څه کم یوکال وروسته د عراق مسئلې په امریکا کې د پالیسي جوړوونکو ذهنونه مصروف کړل او افغانستان د سپینې ماڼۍ په لومړیتوبونو کې دوهم ځای ته راغی او په نتیجه کې له اوه کاله غفلت وروسته امریکا له طالبانو سره چې بیا راژوندي شوي او په ګاونډي پاکستان کې له سره تنظیم شوي وو، مخامخ وه.

د نشنل انټرست په وینا، له واکه د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف لیرې کېدو مسئله نوره هم پېچلې کړه. د ملکي حکومت کمزورۍ، د پوځ دوه مخۍ او د پوځي استخباراتي د ادارې ISI نیت چې غوښتل یې د افغانستان په مسایلو کې حتماً باید دخیله وي او د حقاني شبکې ملاتړ باید وکړي د پاکستان د پخواني متناقض سیاست اړخونه نورهم زیات کړل او واشنګټن له ۲۰۰۱ کال راهیسې له محوري شخصیت ولسمشر حامدکرزي څخه چې په ډېر ښه نظر یو چالاک او په بد نظر یو چالباز مشر و، هم نور نو ستړی شوی و.

ولسمشر بارک اوباما د امریکا د جمهوري ریاست مقام ته له رسېدو وروسته سمدستي په افغانستان کې د خرابېدونکي وضعې په وړاندې د اضافي سرتېرو په استولو سره عکس العمل وښود. اوباما د ۲۰۰۹ کال په ډسمبر میاشت کې د اضافي ځواک استول اعلان کړل، خو په عین حال کې یې په دې وینا خپل پلان زیانمن کړ چې ویې ویل، دا اضافي سرتېري به د ۲۰۱۱ کال تر جولای میاشتې پورې بېرته له افغانستانه وباسي.

د نشنل انټرست په وینا د اوباما د دې اعلان په نتیجه کې د افغانستان په قضیه کې ښکېلو ټولو سیمه ایزو لوبغاړو نوي دریځونه خپل کړل. ولسمشرکرزی داسې بدل شو چې امریکایانو په سختۍ کار ورسره کولای شوای، پاکستانیانو له حقاني شبکې څخه خپل ملاتړ پراخ کړ. هغو هېوادونو چې په افغانستان کې پوځي حضور لري، له افغانستانه د خپلو سرتېرو په اېستلو کې بېړه پیل کړه چې هالنډ یې په سر کې او کاناډا ورپسې وه. حتی د ۲۰۱۰ کال په جولای کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه د عراق د جګړې د اتل جنرال دیویدپېټرایوس ټاکنې هم له افغانستانه د سرتېرو د اېستلو په اړه د ولسمشر اوباما د اعلان اغېزې شنډې نشوای کړای.

یوکال وروسته چې پېټرایوس بېرته امریکا ته ستنېده، طالبانو لاهم د افغانستان پر ځینو سیمو ولکه لرله او حقاني شبکه تر پخواهم غښتلې شوې وه. په حقیقت کې طالبان د مخدرو موادو او د هغو شرکتونو په پیسو نورهم غښتلي شول چې قراردادونه له امریکايي کمپنیو څخه په دوهم لاس کې اخلي او د وسله والو د غښتلي کېدو یوه نښه د وږي په ۲۲مه په کابل کې د امریکا پرسفارت په حمله کې څرګنده شوه.

نشنل انټرست خپرونه لیکي، له افغانستانه د نړیوالو سرتېرو د اېستلو د اعلان له زیان سره سره د افغانستان په ستراتیژۍ کې بدلون، چې لومړی ځل د امریکايي ځواکونو د پخواني عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مک کرېسټل له خوا پیل شو، د طالبانو ګڼ مشران له مینځه یووړل او د اسامه بن لادن وژنې القاعده شبکه سخته کمزورې کړه. له بلې خوا د پاکستان له اعتراضونو سره سره د بې پیلوټه الوتکو ورځنیو حملو د طالبانو عملیات له خنډ سره مخامخ کړل.

نشنل انټرست په وروستۍ برخه کې لیکي، ځینې اقدامات شته چې واشنګټن یې د وسله والو طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره کولای شي او په دې لړ کې لومړۍ مشوره دا ورکوي چې امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو د اېستو پرمهال باید هغه پوځیان چې د افغان ځواکونو د روزنې مسوول دي او د ولایتي بیارغونې ټیمونه پرېږدي. همداراز د بې پیلوټه الوتکو بریدونه باید په اوسنۍ کچه دوام وکړي او وسله والو ته باید په پاکستان کې د مرکزونو جوړولو اجازه ورنکړل شي. خپرونه همداراز یادونه کوي چې په افغانستان کې د بیارغونې لړۍ باید دوام وکړي خو اغېز او دوام یې باید یقیني شي.
XS
SM
MD
LG