د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۹

"د پاکستان له خوا بریدونه به دوه اړخیزې اړیکې زیانمنې کړي"


په داسې حال کې، چې د پاکستان له خوا په وقفوي ډول د افغانستان په ختیځو ولایتونو د درنو وسلو ډزې روانې دي، هېواد د بهرنیو چارو وزارت یو ځلي بیا خبردارې ورکړ، چې د دې حالت دوام به دوه اړخیزې اړیکې زیانمنې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت دا اندیښنه په داسې حال کې تکرار کړې، چې په تیرو دوو ورځو کې د پاکستان له لوري په کونړ او نورستان له درې دیرشو زیات د درنو وسلو ډزې شوي، چې څلور عام وګړي یي ټپیان کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، چې دوي بیا بیا دا مسئله له خپله اړخه له پاکستان سره شریکه کړي او په دې اړه یي ورته خپله اندیښنه څرګنده کړې ده:

(د دا ډول حملو دوام به د دواړو هېوادونو افغانستان او پاکستان دوستانه اړیکو ته ډیر تاوان ورسوي، دا دواړه هېوادونه یو بل سره نه یواځې ديپلوماتیکې اړیکې لري بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي اړیکې هم شته، د افغانستان د دفاع وزارت د یو کمیسیون په سر کې دی چې په دغه کمیسیون کې به دوي له پاکستان سره د دغو ستونزو د حل کولو په موخه له پاکستاني پوځ سره خبرې وکړي).

تر دې مخکې د هېواد د دفاع وزارت لږ تند غبرګون څرګند کړې وو او ویلي وو، چې که دا حملې بندې نه شي، نو افغان ځواکونه د دې وړ دي، چې د خپلو خلکو په ملاتړ ورته ځواب ورکړي.

خو د هېواد د پوځي چارو کتونکي د پاکستان د دغو حملو په اړه د افغان دولت غبرګون کمزورې بولي او وایي، همدا علت دې، چې پاکستان بیا بیا دا حملې کوي.

د پوځي چارو کارپوه نورالحق علومي له ازادۍ راډیو سره په خپلو خبرو کې د دغو حملو په اړه د افغان دولت غبرګون ته په اشارې وایي:

(زموږ دولت که اوس هم د سیاسي او نړېوال له اړخه په پاکستان فشار راوړي چې باید دا کار ونه کړي، څرګنده ده چې د هغوي نظامیان دا راکټونه افغانستان ته ویشتلي دي، اوس هم که دوي هدایت ورکړي د هر سرتیري او هر عسکر وظیفه ده چې د دې خاورې ساتنه وکړي، د دې خاورې بشپړتیا، ملي حاکمیت زموږ استقلال، زموږ اردو او زموږ د امنیتي قوتونو پیاوړي کول د هغوي دنده ده چې باید سرته یې ورسوي، حمتاً دومره قهرمان سرتیري لرو چې که هدایت ورکړي نو په ښه توګه به وکولای شي چې هغوي ته سم ځواب ورکړي).

د ورکړل شوېو وروستیو معلوماتو له مخې په تیرو دوو ورځو کې ۲۲ راکټونه د کونړ په دانګام او ۱۱ په ناړې ولسوالیو لږیدلي چې ۴ ملکي وګړي په کې ټپیان او ۵۰ څاروي له منځه تللي دي.

د کونړ د والي سید فضل اله وحیدي په وینا تر دې څو ورځې وړاندې د نورستان په کامدیش ولسوالۍ هم راکټونه لږیدلي وو، چې ګڼ شمېر خلک یي له خپلو کورونو بې ځایه کړي وو.

د رپوټونو له مخې د ۱۳۹۰ کال له پیله دا دوهم ځل دی چې د پاکستان له لوري د افغانستان په ختیځو ولایتونو راکټونه ویشتل کیږي، چې دا ځل یي شمېر ۶۵۰ راکټونو ته ورسېد.

جمیله ظریف،کابل
XS
SM
MD
LG