د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۹

د يمن ولسمشر وايي، د واک پرېښودلو ته تيار دى


د يمن جمهور رئيس علي عبدالله صالح په خپله پرونۍ وينا کې چې له دولتي ټلويزيون څخه خپرېده، له قدرت څخه د ليرې کېدو ژمنه وکړه، ويې ويل، زه به په راروانو څو ورځو کې واک پرېږدم.

صالح په داسې حال کې پر يمن واکمني کوي چې سياسي مخالفين او د واکمن ګوند استازي د قدرت د انتقال لپاره يوې معاملې ته نژدې شوي دي.

د يمن ولسمشر په خپله وينا کې پر مخالفانو دا انتقاد هم وکړ، چې ولې دوى پوځي دفترونه او زرګرۍ لوټ کوي:

”تاسې ولې پوځي ودانۍ چې ٢٠٠٠ وسلې په کې دي، لوټئ، دا غلا ده. تاسې ولې په حايل کوڅه کې زرګرۍ لوټئ.

ايا دغه هېواد ته ستاسو اضافي پروژه دغه ده؟ ايا ستاسو شعار ويجاړي ده؟ دا په دې چې زه د واک غوښتونکى يم؟ زه قدرت ردوم، زه به په راروانو ورځو کې قدرت پرېږدم، ځينې کسان شته چې قدرت به د هغوى په لاس کې وي او دوى به خداى، عوامو او پوځ ته صادق وي، دوى به د هېواد کنټرول واخلي“

د صالح د واکمنۍ پر خلاف اعتراضونو او مظاهرو يمن ته په ځينو برخو کې ګوزار ورکړ، پر ځينو برخو يې د حکومت کنټرول کمزورى کړ، داسې وېره يې خپره کړه، چې د القاعده سيمه ييزه څانګه ښايي له دغو تحولاتو په استفادې سره سمندرګي ته د حمل او نقل ورغزېدلو لارو ته نژدې خپله ولکه ټينګه کړي.

علي عبدالله صالح درې ځلې د خليج په منځګړيتوب د قدرت د انتقال د معاملې د لاسليک ملاتړ کړى دى. سياسي مخالفان وايي وروسته تر هغه چې صالح له سعودي عربستان څخه يمن ته راغى د حکومت خبرې ورسره روانې دي، کله چې په جون مياشت کې د جمهوري رياست پر ماڼۍ د مظاهره چيانو له لوري بريد وشو، صالح په کې سخت ټپي شو، چې د خپلو ټپونو د تداوۍ لپاره سعودي عربستان ته لاړ.

په يمن کې يوه سياسي تحليل کوونکي عبدالغني الإرياني رويټرز اژانس ته ويلي:

”زه فکر نه کوم چې دا د ولسمشر صالح له اړخه کوم نوى شى وي. زما په ياد دي، دۀ يو وخت ويلي وو، چې زه تيار يم کومه ورځ واک پرېږدم. څه چې ده ويلي، ګومان نه کوم هدف به يې دغه شى و“

د رويټرز اژانس په حواله، کله چې په جنورۍ کې په يمن کې د علي عبدالله صالح د واکمنۍ پرخلاف اعتراضونه پيل شول، صالح هغه وخت هم ځينې ژمنې وکړې، دا يې هم ويلي وو چې که له قانوني تعقيب څخه خوندي وي، نو تيار دى ژر تر ژره واک پرېږدي.

په یمن کې د واکمن رژیم مخالفانو د سولې د نوبل جایزې ګټونکي توکل قرمان په ویاړ پرون په مرکز صنعا او نورو برخو کې د نورو مظاهرو غږ وکړ.

د حکومت مخالفانو په خپله انټرنټي پاڼه کې ويلي، د یمن پر خلکو ږغ کوو چې لارو کوڅو ته ووځي او د دِغې محترمې مېرمنې درناوی وکړي.

د بشري حقونو فعاله، توکل قرمان چې په یمن کې د ولسمشر علي عبدالله صالح د ۳۳ کلنې واکمنۍ د ختمولو لپاره مبارزه کوي، د جمعې په ورځ یې له دوو نورو میرمنو، د لایبریا د ولسمشرې ایلن جانسن او د دې هیواد د بشري حقونو له فعالې لیما بووي سره یوځاى د نوبل د سولې جایزه وګټله.
XS
SM
MD
LG