میرمن سیمین بارکزۍ، چې له تیرو اوو ورځو راهیسې یی د نه خوړولو اعتصاب پیل کړې او د روغتیایی چارواکو په وینا سره له دې، چې کافي کمزورې شوې، خو لا هم حاضره نده، چې خپل اعتصاب پای ته ورسوي.
د میرمن سیمین بارکزۍ د نه خوړلو د اعتصاب په اوومه ورځ پداسې حال کې، چې دا خپله له خبرو لویدلې وه روغتیایی چارواکو خبردارې ورکړ، که اعتصاب ته دوام ورکړي د مرګ له ګواښ سره مخ کیدای شي.
میرمن سیمین بارکزۍ یوه له هغو نهو وکیلانو څخه ده، چې د انتخاباتو د کمسیون د پریکړې له مخې د وکالت له حقه بې برخې شوې، خو دا وایی، تر هغو به خپل روان اعتصاب پای ته و نه رسوي، چې دوسیه یی له سره نه وي څیړل شوې.
د شنبې په ورځ د عامې روغتیا وزارت مرستیاله ډاکټره نادره حیات ورغلې وه، او روغتیايي وضعیت یې وارزاوه.
نوموړې خبرداری یې ورکړ چې بارکزۍ د معدې د سورۍ کیدو او یا هم د د ګوردو د کار پریښودلو له خطر سره مخ کیدای شي:
″هیله منه یم چې په اړه یې ژر تر ژره حقوقي پریکړه وشي. ځکه چې په پرله پسې توګه یې اوه ورځې ډوډۍ نه ده خوړلې او له پخوا نه یې د معدې زخم درلود. ددې خطر موجود دی چې یا یې معده سورۍ شي او یا یې هم ګوردې کار پریږدي.″
زموږ خبریالې هڅه کړې چې له میرمن بارکزی سره وغږیږي خو هغه د خبرو کولو جوګه نه وه.
د میرمن بارکزۍ میړه محمد بارکزی چې د هغې په کیږدۍ کې و، ازادي راډیو ته وویل، حاضر دی چې میرمن یې د خپلو مدني حقونو په لار کې قرباني شي.
د شنبې په ورځ هم د میرمن بارکز کیږدۍ ته د مدني ټولنې یو شمیر غړي او سیاتوال ورغلي و او د نوموړې د روغتیايي وضعیت په اړه اندیښمن وو.
دوی حکومت ته خبرداری ورکړ چې تر دوشنبې پورې دې د میرمن بارکزۍ د انتخاباتو دوسیه له سره وڅیړي.
د نوموړې یوه پلوي احمد سعیدي په دې اړه وویل:
″یوازې تر دوشنبې ورځې پورې وخت ورکوو چې چارواکي او جمهور رئیس یې ستونزه حل کړي که نه نو موږ به په یوه داسې عمل لاس پورې کړو چې حکومت به په خپل کړي کار پښیمانه شي.
زموږ حرکت مدنی دی خو قانون ماتوونکو ته کلک ځواب ورکوو. دې کوتاه نه ده کړې، د نظام سقود نه غواړي، وزارت نه غواړي یوازې دا غواړي چې دوسیه یې وڅیړل شي. دا ددې حق دی او که دولت یې نه څیړي په دې معنی دی چې خپله پکې لاس لري.″
میرمن بارکزۍ په داسې حال کې د انتخاباتو په اړه د خپلې دوسیې د بیا څیړلو غوښتنه کوي چې جمهور رئیس حامد کرزي او نورو چارواکو د انتخاباتو لانجه له پخوا نه پای ته رسیدلې بللې.
بل خوا که د میرمن بارکزۍ غوښتنه ومنل شي نو ښايي د انتخاباتو لانجه له بیرته له سره پيل شي.
تر اوسه چارواکو نه ده څرګنده کړې چې د نوموړي د غوښتنې او یا هم د هغې د اعتصاب د پای ته رسیدو لپاره به څه وکړي.