د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۸

دوه تنه سرحدي پوليس ټپيان شول


د شنبې په ورځ سهار نهه بجې د يوې بمي چاودنې له امله د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې دوه سرحدي پوليس ټپيان شول.

د مومندرې ولسوال نوراغا کامران ازادۍ راډيوته وويل چې : سرحدي پوليس ددغې ولسوالۍ اړوند ډکې سيمه کې د عملياتو په موخه پلي روان وو چې د سړک غاړې ماين پرې وچاودېد.

ولسوال زياته کړه: په چاودنه کې د پوليسو يو افسر رحمن الله په نامه او يو سرباز د بشير په نامه ټپيان شوي، چې دامهال د ننګرهار د عامې روغتيا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا د روغتون سرطبيب سيف الرحمن ابراهيمخېل بيا ازادۍ راډيو ته وويل: د پېښې له سيمې ورته يو تن ټپی وروړل شوی چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

خو طالب وياند ذبيح الله خبریالانو ته په يوه راليږل شوي تلفوني پيغام کې د يادې پيښې مسوليت پر غاړه اخيستې او د درې پوليسو د وژلو تر څنګ يې د څلورو د ټپي کيدو ادعا هم کړې ده.

مومندره د ننګرهار يو له ډيورنډ پولې ته څېرمه پرتو ولسواليو څخه ده چې وخت ناوخت په کې سرحدي پوليس د وسله والو طالبانو لخوا له مخامخ بريدونو او ايښودل شويو بمي چادونو سره مخ کيږي.

محمد داود وفا/جلال اباد
XS
SM
MD
LG