شاوخوا لس کاله کیږي چې لویدیځ ځواکونه په افغانستان کې جنګیږي خو تر اوسه یي دې پوښتنې ته غوڅ او قاطع ځواب نه دی میندلی چې په دې هېواد کې د دوي دوست او دښمن څوک دی؟
دا مهال په افغانستان کې شاوخوا نوي زره بهرني عسکر له څو زرو افغان ځواکونو سره یو ځای د وسله والو پر ضد جګړو کې ښکیل دي او هره ورځ د سړک د غاړې د بمي چاودنو ، د شپې په تیاره کې د یرغلونو او د پلیو ځواکونو په ګزمو باندې د حملو خبرونه خپریږي.
ملکې افغانان په خپل کمزروي حکومت او لویدیځو متحدانو باندي پوره باور نلري او داسي فکر کوي چې بهرني ځوکونه د شخړې لپاره د یوه ډول حل په لټه کې او د هر وخت په پرتله، نن سبا د جګړې ستر لوبغاړې او د هغوي اصلی اهداف پټ ساتل کیږي او خلکو ته نه په ډاګه کیږي.
طالبان او نور وسله وال هم ګډوډ بیانونه ورکوي او ځانونه له پاکستان څخه جلا ښېي، خو د زیاتو کسانو په فکر، د دې ټولو تر شا پاکستان ولاړ دی.
د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي څو ورځې وړاندي په ارګ کې له سیاسي او جهادي مشرانو سره غونډه وکړه او له طالبانو سره د سولې خبرې یي بې ګټې وبللې.
دا یوازې طالبان نه دي چې د لویدیځو ځواکونو پر ضد جنګیږي، د حقاني شبکه ، د ګلبدین حکمتیار اسلامي حزب او د القاعده شبکې پاته شونې هم د یوه ایتلاف په شکل د بهرینو ځواکونو پر ضد جنګیږي چې په داسې یوه حالت کې ډېره ګرانه ده چې سړی پوه شي څوک جګړه کوي او څوک سولې او خبرو ته لیواله دی؟
د سولې د عالي شوری د رئیس برهان الدین رباني په قتل سره په افغانستان کې د سولې هیلې له منځه لاړې.
کرزي چې کله ناکله به یي طالبانو ته له نازه د ورونو او طالب جان خطاب کاوه، دا مهال یي له هغوي سره له خبرو او سولې څخه مخ ګرځولی دی.
جمهور رئیس کرزی پوهیږي چې له طالبانو سره دده د نرمۍ پالیسي به د رباني ملاتړې په غوسه او قهر کړي.
د افغانستان استخباراتي ادارې او حکومت وایي، د ربانی د قتل پلان په ګاوندې هیواد پاکستان کې طرحه شوی و.
د رباني له قتل مخکې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر راین کراکر او نور جګ پوړي چارواکې پدي باور وو چې وسله وال باید د قوي په زرو کمزوري شي تر څو هغوي خبرو ته مجبور شي. امریکا چی له افغانستان څخه یی د خپلو عسکرو ایستل پیل کړې ، د شپي له خوا یي په وسله والو حملې او یرغلونه زیات کړې او یو زیات شمېر د طالبانو مهم قوماندانان یی وژلې او نیولي دي.
ناتو ځواکونو څو ورځې وړاندي د حقانې شبکې یو جګ پوړی او مهم قوماندان ، حاجي مالي خان چې د سراج الدین حقانی ماما هم دی، ونیوه.
د امریکا د لویو درستېزانودکمیټې مشر امیرالبحر مایک میولن د سپتمبر په ۲۲ مه نیټه ویلي و، دا بیخی ثابته شوي چې د حقانی شبکه د آي اس آي یوه پوځي څانګه ده.
طالبانو او حقانې ډلې دواړو په روانې اوونۍ کې له خبري رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دوي د پاکستان له حکومت او آي اس اي سره اړیکې نلري خو څيړونکې پدي باور چې په اسلام آباد باندي د امریکا او نړیوالې ټولنې فشارونه زیات شوي او دا وسله والې ډلې ددغو فشارونو له وجي دا ډول څرګندونې کوي.
افغان کارپوهان وایي چې حقاني او طالبان دواړه له یوې چیني اوبه چښې او دواړه یي تروریستی اعمال تر سره کوي، د سولې په خبرو کې به یوې ته هم برخه ورنکړل شي.