په برتانیا کی داکسفام خیریه موسسه په خپل وروستی رپوټ کی وایی په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو دمداخلی لس کاله تیریږي خو ددغه هیواد عسکراو پولیس اوس هم ډیرې نیمګړتیاوې لري چی په اوسنیو شرایطو کی نه شی کیدای دهیواد امنیت دوی ته وسپارل شي .
دغه رپوټ چې دپنجشنبی په ورځ خپور شو وایی سره لدی چې دافغان پولیسو په روزنه کې ډیرپرمختګونه شوی دی خواوس هم دافغانستان دامنیتی ارګانونو ځینی کسان داسی کارونه کوی چی باید کړی یی نه وای .
د اکسفام رپوټ وایی امنیتی ځواکونو ته له خلکو سره دناوړه چلند په مقابل کې یوډول معافیت حاصل دی. دغه راز دافغانستان پولیسوته دوسلې داستعمال دڅرنګوالي پوره زده کړه هم نه ده ورکړل شوې .
دوی دخلکو په مقابل کی له ګرمی وسلی کار اخلی او د تیرو شپږو میاشتو په بیلابیلو پیښو کې ۲۵ کسه مړه او ۱۵۹ نورټپیان شوی دی .
داکسفام رپوټ زیاتوی داسی موارد هم شته چې پولیسو په تنکیو ځوانانو جنسی تیری کړی او دبندیانو حقوق یی ترپښولاندی کړی دی .
شاهین چغتایی دبشری حقوقو په برخه کی داکسفام مشاور آزادی راډیو ته وویل چې دغه موسسه دافغانستان دځینو پولیسوکړو وړوته اندیښمنه ده:
،، اکسفام دیته ژوره اندیښنه لري چی دافغانستان خپل امنیتی ځواکونه تر اوسه د دی جوګه نه دی چې دولسی خلکو دساتنی لپاره امنیتی مسوولیتونه په غاړه واخلي . دلیل یی دا دی چی سره لدی چی په وروستیو کلونو کی ددغو ځواکونو او خصوصا د اردو روزنی پرمختګ کړی خوبیاهم باید نورکوشش هم وشی چې ددغو ځواکونو عسکر مسلکی شی او دافغانستان دولسی خلکو حقوق وپيژنی ، یعنی دهغو کسانو حقوق چی دوی یې په ساتنی اوحفاظت مکلف دي ،،
داکسفام په موسسه کی دافغانستان دچارو مسووله اسونتا چارلز وایی اکثر افغانان پولیسو ته د یوه ویرونکي ځواک په سترګه ګوری نه دا چی پرې ډاډ اواعتماد وکړي.
هغه وایی چی د تیرو لسو کلونوپه اکثرموده کې نړیوالی ټولنی کوشش کړی چی دافغانستان دامنیتی ځواکونو شمیرزیات کړی او کیفیت ته نسبتا کمه توجه شوې .
اسونتا چارلز زیاتوی داسی کومه مرجع نشته چی پولیس محاسبه کړي .
داکسفام دبشری حقوقو مشاورشاهین چغتایی په دی اړه وایی :
،، دتاسف خبره ده چې ډیرځلی افغانان مونږته دامنیتی ځواکونو دزورزیاتی رپوټونه راکوی . مونږپوهیږو چی په پولیسو ډیرتورونه لګول کیږي . دمثال په توګه دکندهار په پولیسو د قتل او غلا تورونه لګول شوي . خوبیاهم مونږ په دی اړه کوم څرګند تحقیقات نه دی لیدلی . چاته سزا هم نه ده ورکړل شوې . واقعیت دادی چی ډیرافغانان له هغو پولیسو چی باید دوی وساتی ویره لري،،
داکسفام دموسسې رپوټ وایی نړیواله ټولنه باید دافغانستان پولیس تشویق کړی چې په خپلو صفونو کی دښځو شمیرزیات کړي .
رپوټ وایی دافغانستان په سلو کې نوی ښځی په خپل ژوند کی لږترلږه یوځل له فزیکی ، جنسی ، اویا روانی زورزیاتی سره مخامخ شوی دی .
خو بیاهم نن ورځ یواځی زر ښځی دافغانستان په پولیسو کی کارکوی چې دغه رقم دپولیسو په سلو کی نیمه برخه هم نه جوړوي .
داکسفام رپوټ زیاتوی چی څیړنې څرګندوی چې دافغانستان ملی اردو هم پوره نه ده مجهزه شوې او له آیساف ځواکونو غواړی چی دملی اردو دروزنی لپاره نورکوشش هم وکړي ترڅو په جنګونو کی دولسی خلکو دمرګ ژوبلی مخه ونیول شي.