کابل ښاریان هسې خو د درنو چاودنو له غږونو سره اشنا دي، خو نن د هغه توپ غږ یو ځل بیا پورته شو، چې پخوا به یې کابل ښاریان د غرمې له مهال خبرول.
کابل ښاروالۍ دا کار د چهار شنبې په ورځ د میلاد کابل په نامه د دویم کلني سمینار په مهال پوره په دولسو بجو وروسته له شاوخوا څلورو لسیزو تکرار کړ.
د کابل ښار د تنظیف رییس نثار احمد حبیبي وویل، هڅه کوي، چې د کابلیانو دا پخوانې رسم بیرته راژوند کړي، خو د ده په وینا اوس د توپ د ویشتلو لپاره سم ځای نه لري.
″تر یو پنځوسم او دوه پنځوسمو کلونو هم د غرمې ټوپ ویشتل شوی دی، مخکې به دغه توپ د دې لپاره ویشتل کېده، چې خلک خبر کړي چې غرمه ده او د غرمې لمونځ ته لږ وخت پاتې دی، دغه رسم مخکې تل افغانانو تکرار کړی دی.
خو له بده مرغه چې وروستیو جګړو زموږ دغه رسم او فرهنګ له منځه یووړ، موږ په دې هڅه کې یو، چې یو ځانګړی ځای پیدا کړو، څو وروسته له دې دغه کار هره ورځ تکرار کړو.″
د کابل ښار میلاد:
د کابل ښار د نوې میلاد دوه ورځنې سیمینار چې د دغه ښار د یو ځل بیا ژوندي کیدو او ښکلي کیدو په هکله په کې خبرې کیږي، د لومړي ځل لپاره پروسږکال په همدغه ورځ جوړ شوی و.
کابل ښاروال محمد یونس نو اندیش په دې سمینار کې د ښار په جوړولو او پاکۍ کې د خلکو ونډه اړینه وبلله او کابل ښاریانو ته یې ډاډ ورکړ، چې ډير ژر دغه ښار د مخکې په څیر ښکلی او نوی کړي.
″د ۲۹ پارکونو د جوړولو کار روان دی، پرته له دې، موږ پروسږ کال په عمومي سړکونو کار کاوه او سږکال موږ په پنځم، څلورم، یوولسم، دولسم او شپاړلسم ناحیو کې د فرعي سړکونو د جوړولو کار پیل کړی دی. تصمیم لرو، لکه چې مو وعده ورکړې وه، کابل به بدلون مومي او هغه خلک چې له بهیر نه راځي ویني به چې په کابل کې ډېر بدلون راغلی دی.″
په دغو مراسمو کې د دې تر څنګ چې د کابل ښار په اړه د کابل ښاروال، د اطلاعات او کلتور وزیر، د کابل پوهنتون د استادانو او یو شمیر نورو میلمنو له خوا خبرې وشوې، د یو شمیر ښوونځیو د زده کوونکو له خوا ترانې او مقالې هم ولوستل شوې.
د کابل د بیارغونې لپاره دا هڅې په داسې حال کې کیږي، چې اوس مهال کابل د هېواد د بل هر ښار په پرتله د زیاتو وګړو کوربه دی او د ځینو اټکلونو له مخې نفوس یې له پنځو میلیونو اوښتې دی.
په تیرو لسو کلونو کې د هیواد د بیلابیلو سیمو او ولایتونو خلک او په تیره بیا د شمالي او ګاونډ ولایتونو خلکو دې ښار ته مخه کړې، چې د چاپیریال او پاکۍ په برخه کې زیاتې ستونزې زیږولي.
دا چې د دغو ستونزو په پام کې ساتلو سره به د کابل د بیا میلاد هڅې تر کومه بریالۍ وي اوس یې اټکل ګران بریښي.
راپور: جمیله ظریف