د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف وايي، له افغانستان څخه روسیې او مرکزي اسیا ته د اپیمو قاچاق د دې هېوادونو لپاره یو جدي خطر دی.
د روسیې د بهرینو چارو وزیر چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې یې خبرې کولې، وویل، په افغانستان کې له نړیوالو مرستندویه ځواکونو څخه غواړي څو په دې برخه کې په لا جدیت سره مبارزه وکړي.
″دا ویلی شو، چې پر مرکزي اسیا او روسیې باندې د اپیمو په واسطه تعرض کیږي، خو له مخدرو موادو څخه لاس ته راغلي پیسي بیا په سیمه کې د سخت دریځو لویه مالي سرچینه ده.″
سرګې لارف په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د اسامبلۍ ګډون کونکو ته وویل، چې دا مساله ډېره جدي او د پاملرنې وړ ده.
هغه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ځانګړې پاملرنه وغوښته او ویې ویل، د افغانستان د مخدرو موادو له درکه چې کوم ګواښ روسیې او مرکزي اسیا ته متوجه دی، باید ورسره جدی مقابله وکړي.
لاوروف د بن په دوهم کنفرانس کې ګډون کوي:
سرګې لاروف به د بن د دوهم کنفرانس یو ګډون کونکی وي او تمه کیږي، چې په دې کنفرانس کې به په افغانستان کې د مخدرو موادو سره د مبارزې په برخه کې د روسیې هڅې او موقف بیان کړي.
تر دې دمخه هم مسکو د مرکزي اسیا له لارې روسیې ته د مخدرو موادو د قاچاق په اړه اندیښنه ښودلې وه او په دې برخه کې یې له نړیوالو ځواکونو هم د لا ډیرو هڅو غوښتنه کړي وه.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې افغانستان د نړۍ په سطح د مخدرو موادو لوی تولیدونکی هیواد دی.