د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۳

م. م: د ليبيا کيمياوي وسلې دې خوندي شي


دسیاسی چارو لپاره دملګرو ملتونو دعمومی منشی مرستیال ، لین پاسکو
دسیاسی چارو لپاره دملګرو ملتونو دعمومی منشی مرستیال ، لین پاسکو
په داسی حال کې چې دلیبیا دملی انتقالی شورا ځواکونو دسرت دښار چې دقذافی پلرنۍ سیمه ګنل کیږي محاصره تنګه کړی ، دملګرو ملتونو امنیت شورا خبرداری ورکوی چې دکیمیاوی وسلو دسلاکوټونو په شمول د لیبیا دآرامی او امنیت په مقابل ګڼ خنډونه لا پراته دی .

دملگرو ملتونو امنیت شورا خبرداری ورکړ که چیری دلیبیا دکیمیاوی وسلو دسلاکوټونو دساتنې لپاره عاجل اقدامات ونه شی نو کیدای شی دغه وسلې دتروریستانو لاس ته ورشی .

دسیاسی چارو لپاره دملګرو ملتونو دعمومی منشی مرستیال ، لین پاسکو ، په نیویارک کی دامنیت شورا ددوشنبې ورځی په غونډی کې چې دلیبیا استازو هم په کی برخه اخیستی وه دغه خبرداری ورکړ.

ده وویل :

،، دا ډیره ضروری ده چی دلیبیا انتقالی شورا او نړیواله ټولنه دځمکی څخه هوا ته دتوغندیو په شمول چی دقذافی رژیم راټول کړي ، دلیبیا دوسلو پراخ سلاکوټونه ترخپلی ولکی لاندی راولی . پخپله دغه وسلی او که چیری بیا د دتروریستانو لاس ته ورشی نو جدی ګواښ جوړوی . نودا ډیره ضروری ده چی کیمیاوی وسلی باید خوندی شي . ،،

دقذافی رژیم له نولسوه اتیا کلونو راهیسی دکیمیاوی وسلو په جوړولو لاس پوری کړی وو او ویل کیږي چې په ۱۹۸۷ کال کی یی دچاد په جګړه کې ترې کارهم اخیستی دی.

دغه راز دمعمرالقذافی رژیم دربتا په صنعتی ښارګوټی کې دکیمیاوی وسلو یوه فابریکې جوړه کړی وه .

دغې فابریکې په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو کی دخردل ګاز جوړاوو ترهغې چې دملګرو ملتونو دبندیزونو په نتیجه کې له کاره وغورځیده .

د لیبیا پخواني مشر معمرالقذافی دملګروملتونو دبندیزونو دلیرې کولو او له لویدیځ سره داړیکو لپاره د ۲۰۰۳ کال په پای کی دکیمیاوی او دګڼی وژنې دټولو وسلو له پروګرامه لاس واخیسته او په ۲۰۰۴ کال یې دنړیوالو مفتشینو ترنظرلاندی خپلی ۳۲۰۰ کیمیاوی وسلې له مینځه لیری کړې .

خو وروسته بیاهم دقذافی رژیم اعلان وکړ چی دخردل ۲۳ ټنه نور ګاز او دکیمیاوی وسلو دجوړولو وسایل لا ورسره شته دی .

ویل کیږی چې دغه سلاکوټونه اوس دالجفره په څیر پوڅی اډو کی دي چی دقذافی ځواکونو ورته لاس نه رسیږي.

نړیوال څارونکی منی چې دقذافی درژیم ۱۵ ټنه کیمیاوی مواد ، دکیمیاوی وسلو دمخنیوی دنړیوال تړون سره سم په ۲۰۱۰ کاله مینځه یوړل شول .

خو بل خوا دلیبیا دانتقالی شورا صدراعظم محمود جبریل وویل چی دقذافی درژیم له نسکوریدو سره سره بیاهم پخپله دقذافی خطر نه دی لیری شوی .

((قذافی اوس هم ډیرې پانګی ، پیسی ، او سره زر لری . دی واقعا فکرکوی چی ددغو پیسو او دارایی په وسیله نه یواځی په لیبیا بلکه دافریقا په ټول شمالی ساحل او بیدیا کی وضع ناکراره کړی . دابه مبالغه نه وی که ووایو چی قذافی په خپلو هغو امکاناتو چې ورسره دی دافریقا څخه بهرهم کولای شی یوځل بیا تروریستی فعالیتونو ته مخه کړي))

دلیبیا موقت صدراعظم له ناټو وغوښتل چې په بنی ولید ، سرت او نورو ځایونو دقذافی په ځواکونو بریدونو ته ترهغی دوام ورکړی چی ولسی خلکوته دقذافی لخوا ګواښ او خطر زایل شي.
XS
SM
MD
LG