د اکراین په مرکز کییف کې نن سه شنبې د سپتمبر نهمه مظاهره کوونکو د پارلمان ودانۍ محاصره کړه. په دغو مظاهره کوونکو کې په زرګونو هغه کسان دي چې یو وخت په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد په ګټه جنګیدلي وو.
د اکراین په مرکز کییف کې تر لسو زرو ډيرو مظاهره کوونکو د پارلمان ودانۍ محاصره کړه. په دې مظاهره کوونکو کې دوه ډوله کسان دي یو شمیر یې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د وخت د جګړې پوځیان دي او بله ډله هغه کسان دي چې په نولس سوه شپږ اتیایم کال کې د چرنوبل د اتومي بټۍ له پیښې چې ژوندي پاتې شوې دي.
دغو مظاهره کوونکو د خپلو حقونو غوښتنه کوله او خبرداری یې ورکاوه چې دوی ته دا د منلو نه ده چې هغه حقوق چې تر اوسه یې ترلاسه کوي هغه ترې وګرځي.
یو شمیر مظاهره کوونکو هڅه وکړه چې د پارلمان د ودانۍ شاوخوا د پولیسو کړۍ ماته کړي خو پولیسو د هغوی مخه ډب کړه.
د دغو کسانو د تقاعد او روغتیایي اسانتیاو د قطع کیدو وړاندیز شوی دی.
مظاهره کوونکو شعارونه ورکول، تاسو زموږ زامن ووژل اوس مو میندي مه راوژنئ.
د یوکراین ولسمشر ویکتور یانوکویچ په ورستیو کې هڅې پیل کړې دي چې د بودیجې کسر راکم کړي. یوکراین ته د نړیوال پولي صندوق د پورونو د ورسپارلو یو اساسي شرط هم همدا دی چې دغه هیواد په خپلې ملي بودیجې کې توازن رامنځته کړي.
د افغانستان د جګړې یوکرایني پوځیان او د چرنوبل د پیښې قربانیان وایي، د دوی د امتیازاتو ګرځول له هغو خلکو سره خیانت کول دي چې د اکراین لپاره یې ځانونه قربان کړې دي.
داسې باور کیږي چې په هغو پوځیانو کې چې پخواني شوروي اتحاد افغانستان ته استولي وو په لسګونو زره د اکراین و. جرمني اژانس په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د عسکرو شمیر له نولس سوه نهه اویایمه تر نولس سوه نهه اتیایمو کلونو پورې شاوخوا پنځه لکه یادوي.
په اکراین کې شاوخوا پنځه لکه کسان د چرنوبیل د پیښې له امله امتیازات ترلاسه کوي، دغه کسان اتومي وړانګو ځپلې دي.