د نورستان په برګيمټال ولسوالۍ کې د دوهمې ورځې د پاره پوځي عمليات دوام لري او نن د يکشنبې په ورځ په جګړه کې نږدې شل تنه وسله وال وژل شوي دوه تنه ژوندي نيول شوي او يو شمېر ټپيان دي.
د دوه سوه يو سيلاب قل اردو وياند محمد نعمان هاتفي پر تیليفون ازادۍ راډيو ته وويل، د نورستان په برګيمټال ولسوالۍ کې د دوهمې ورځې د پاره هم د وسله والو طالبانو پرخلاف دوام لري، چې د يکشنبې په ورځ له شلو زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وويل، په جګړه کې ١٧ تنه طالبان وژل شوي ،٩ تنه ټپيان شوي او دوه طالبان ژوندي نيول شوي دي.
هاتفي وايي، د عملياتو په دوران کې ډيرې وسلې او جنګي مهمات د دولت طرفدارو ځواکونو تر لاسه کړي دي او عمليات اوس هم دوام لري.
هغه وويل، په برګيمټال او کامديش کې کيدونکي بريدونه له پولي اخوا د پاکستان په خاوره کې پلان کيږي او تل افغان حکومت پر دې اړه شکايتونه کړي دي.
وسله وال طالبان بيا وايي، چې نن په سيمه کې کومه جګړه نه ده شوې او د تېرې ورځې په هوايي بمبار او عملياتو کې يي شپاړلس تنه ملګري وژل شوي او دوي هم ګڼو بهرنيو او افغان سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
تيره ورځ د دوه سوه يو سيلاب قل اردو د دوهمې لوا قومندان جنرال محمد افضل ازادۍ راډيو ته ويلي، چې په عملياتو کې يي شپيته تنه وسله وال طالبان وژلي چې دولس په کې پاکستانيان دي.