د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۱

درنو بارونو زيات سړکونه کنډو کپر کړي


که څه هم د تیرو لسو کلونو راهیسي د لویو لارو په پخولو میلیارډونه ډالر لګول شوي خو په دې وروستیو کې دغه لارې له یوه جدي ګواښ سره مخ شوي.

دا جدي ګواښ په لویو موټرونو کې، له اندازې زیات بار ښودل شوی چې ورځ تربلې دغه سړکونه بیرته ورانوي.

عام خلک هم دې مسلې اندیښمن کړي، دوي وایي که چیرې د مسولینو له خوا په دې اړه جدي اقدام ونه شي نو دغه سړکونه به د وخت په تیرېدو سره بیرته وران شي:

(احمد شعیب یم، د خوست او پکتیا لویه لاره څه ناڅه جوړه شوې ده، خو متاسفانه چې یوه میاشت ترافیک پرې تګ راتګ وکړي بیرته له منځه ځي.

نوم مې سید فرهاد: تلې یې هم لګولي، موټر هم تلي، خو موږ نه پوهیږو چې تلې خرابې دي او که پیسې ورڅخه اخلي.

د کابل جلال اباد سړک زیاتره ځای مات شوی دی او دغه ستونزه په ټول جلال اباد کې شته چې سړکونه جوړیږي، خو بیرته ورانیږي.)

شااوخوا یوه لسیزه وړاندې افغانستان د لوېو لارو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو او مسافرینو به پرې په ډیرې خوارۍ تګ راتګ کاوه.

خو اوس لویې لارې ترډيره پخې شوي او خلک کولای شي د هېواد بېلابېلو برخو ته په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.

د فوایدې عامې وزارت هم د زیات بار ستونزه تاییدوي، خو وایي چې د کنټرول او مخنیوي لپاره یې دوي نوې هڅې پيل کړي.

د دغه وزارت د ساتنې او څارنې مرستیال احمدشاه وحید د یکشنبې په ورځ ازادۍ ر‌اډیو ته وویل، چې دوي په دې وروستیو دوه اونیو کې څلور ګرځنده تلې هم اخیستي چې په بېلابېلو ځایونو کې فعالیت کوي:

(له دوه اونیو را په دې خوا موږ دغې خبرې ته لومړیتوب ورکړی، څلور عرادې ګرځنده تلې مو هم اخیستي، ترڅو په بېلابېلو برخو کې د موټر وزن کنټرول کړو.

په دغه موده کې مو ۳۰۰۰ هغه موټر تخلیه کړي، چې له اندازې زیات بار یې بار کړی وو.

موږ له دغو کسانونه لاسلیک هم واخیست او ورته ویلي، مو دي که بیا مو دا کار وکړ نو له دې به هم درنه سزا ووینی.

په دې برخه کې مو ۱۷ نفره له دندې هم لرې کړل.)

احمدشاه وحید وایي، د افغانستان سړکونه، د دولس ټنه وزن په معیار جوړ شوي خو په ځینو وختونو کې داسې هم لیدل کیږي، چې لوی موټرونه پنځه ترلسو ټنو پورې اضافه وزن باروي.

نوموړی وایي، دغه مسله د دې لامل ګرځیدلې چې د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره موړې پیدا شوي او په خینو برخو کې سړک چاودلی هم دی.

ښاغلی وحید زیاتوي، چې د زیات وزن د کنټرول په برخه کې یې شپیته په سلو کې کارپرمخ بیولی او پا ته نور به هم په نږدې راتلوونکې کې بشپړ کړي.

په ورته وخت کې د فواید عامې مسولین دا اندیښنه هم لري، چې ځیني زور واکان نه غواړي په لویو لارو د هغوي وزن کنټرول شي، خو هیله څرګندوي چې په دې برخه کې به له امنیتي ځواکونو مرسته وغواړي.

د درون بار سربیره غلط ډیزاین او بې کیفیته مواد هم هغه ګواښونه دي، چې لویې لارې ژر ورانیږي او ترافیکو ته ګڼې ستونزې زیږوي.

اسدالله لودین،کابل
XS
SM
MD
LG