په تیرو څو میاشتو کې د افغان دولت له پرله پسې هلو څلو سره سره چې په کابل ښار کې د چکونو او موانعو په لرې کولو سره یوشمېر تړلې لارې او سړکونه د ترافیکو په وړاندې پرانیزي، په ځینو سیمو کې دغه ستونزه لا هم پر ځای پاتې ده.
اکثره دغه لارې د چارواکو، دولتي ادارو، بهرنیو ادارو او موسسو او ان د زورو اشخاصو له خوا په خپل سر هغه وخت تړل شوي؛ چې کله یې هم د ناامنۍ احساس کړی دی.
د نورو ډیرو عمومي لارو په څیر په کابل ښار کې د څو ورځو مخکې بریدونو وروسته د دفاع وزارت د شش درک عمومي لاره هم چې د دې وزارت مخې ته تیريږي؛ تړلي ده او د ملي اردو عسکر په یوې فرعي کوڅې موټرو ته د تګ او راتګ لارښوونه کوي.
څرګنده نه ده، چې دغه لار به موقتي تړل شوي وي او که دایمي خو یو شمیر موټر چلوونکو ازادي راډیو ته د دې او په کابل ښار کې د ځینو نورو لارو د بندیدو په اړه داسې وویل:
″۱ - تقریباً درې ورځې کیږي چې د شش درک لاره بنده شوې ده، خلک له ستونزو سره مخ دي، خلک مریضان لري ستونزه لري باید دا لاره خلاصه شي.
۲ – ته وګوره څه بد حال دی، په دې ګرمي کې دوه ساعته درې ساعته یو تن په موټر کې تم کیږي. باید پوښتنه وشي، چې ولې دا لاره نه خلاصیږي.
۳ - دغو استنادي دیوالونو ډېر بیروبار جوړ کړی، په ښار کې سرکونه کم دي، موټر زیاد دي، ټولې لارې یې بندې کړې دي.″
بل خوا په کابل کې د ترافیکو د عمومي ریاست چارواکي بیا وايي، چې په تیر یوه کال کې دغه ستونزه تر ډیره هواره شوې ده.
د ترافیکو د عمومي ریاست یوه چارواکي سمونمل غلام محمد راسخ ازادي راډیو ته وویل، د جمهور رییس په لارښوونې یوه ګمارل شوي کمیسیون تراوسه پورې څه باندې درې نیم سوه هغه موانع له منځه وړي، چې اشخاصو او دولتي ادارو ایښي وو.
ښاغلي راسخ وویل، په نورو سیمو کې دغه ستونزه تر ډیره هواره شوې او یوازې د ښار په هغو ساحو کې پاتې ده، چیرته چې بهرني ډیپلوماټان اوسیږي:
″یوازې زموږ سفارتونو او بهرنیو اتباعو چې اکثره یې ډیپلوماټان دي، هغه هم په څو مشخصو ساحو کې چې لږو ډير امنیتي تدابیرو ته اړتیا لري، اوسیږي، لکه شش درک، وزیر اکبر خان، هلته موږ دغه ستونزه لرو، په نورو ساحو کې موږ دا ستونزه تقریباً نه لرو.″
ښاغلي راسخ وويل، د هغو لارو د پرانستلو موضوع د بهرنیو چارو وزارت ته سپارل شوې، چې بهرنیو ډیپلوماټانو تړلي دي.
که څه هم چارواکي پر عمومي لارو او سړکونو د موانعو د له منځه وړلو خبره کوي، خو بیا هم یو څوک په کابل ښار کې د ګرځیدو په مهال په اکثرو ځایونو کې له دغې ستونزې سره مخ کیږي.
که څه هم دې کار خلکو ته ستونزې جوړې کړي، خو هغه موسسې او اشخاص بیا ځان د امنیت له پلوه ډاډمن احساسوي چې له ځانه یې حصارونه او موانع راتاو کړي دي.