د لوېې جرګې د جوړولو کمیسیون وایي، چې له یو شمېر افغان کارپوهانو سره له خبرو کولو وروسته یي پریکړه وکړه، څو دغه جرګه د بن له دوهم کنفرانس نه وروسته جوړه کړي.
د عنعنوي لویې جرګې د جوړولو کمیسیون غړې حوا علم نورستانی د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې تر اوسه لا د لوېې جرګې په جوړولو کې له یو شمېر تخنیکي ستونزو سره مخ دي:
(د لویې جرګې د تدویر کمیسیون جوړ شوی او دې کمیسیون تقریباً خپل ټول کارونه سرته رسولي، اما لږ لږ تخنیکي مسایل یي پاتې دي چې په هغې باندې دارالانشا خپل کارونه پیل کړي دي او جریان لري.
تاسو پوهیږﺉ چې دغه دوهم کنفرانس چې موږ یې په مخکې لرو، په دې کې هم د هېواد زیات چارواکي او د حکومت ډیر غړي به هلته مصروفه وي، کیدای شي یو شمېر مسایل چې هلته د جر او بحث لاندې ونیول شي هغه محول شي لوېې جرګې ته او داسې احمتال هم شته چې د دې لپاره چې دا چارواکي خلاص شي او دې جرګې ته هم فرصت ولري نو په همدې خاطر دا وځنډیدله او د دې جرګې ګډون کوونکي به ښځې، تجاران، د ملي شورا غړي، د ولایتي شورا غړي، والیان او پنځه کسان به مونږ میلمانه ولرو).
د حوا علم نورستانی په وینا چې په دغه جرګه کې به شاوخوا ۲۵۰۰ کسان ګډون وکړي.
هغې همدا راز ویل، چې په دغه جرګه کې به ۲۰۰۰ کسان د افغانستان په استازیتوب او ۵۰۰ نور به یې کورني او بهرني میلمانه وي.
نورستانی وايي، د دغې جرګې د جوړولو ټول مالي لګښت د افغان حکومت پر غاړه دی.
بل خوا بیا د کابل والي هم د یکشنبې په ورځ په یوې خبري وینا کې د دغې جرګې له جوړولو ملاتړ وکړ.
د کابل والي احمدالله علیزي وویل، چې په دغه جرګه کې به ۴۲ کسان د کابل په استازیتوب ګډون وکړي:
(کابل ولایت د افغانستان له کلیدي ولایتو څخه دی او په دې کې به موږ څلور دیرش کسه دوي ته معرفي کوو او دا واقعاً چې یوه مهمه جرګه ده، موږ د دغې جرګې نه حمایت کوو او غواړو چې د افغانستان معظلې هم په دغسې جرګو باندې حل شي نه د توپک او زور له لارې).
داسې ویل کیږي، چې دا مهال د ستراتیژیک تړون او دوامداره دوستی په اړه د افغان او امریکایي مشرانو ترمنځ خبرې اترې روانې دي.
بل خوا بیا ولسمشر کرزي د افغانستان له خلکو غوښتي دي، څو په خپله له امریکا سره د دوامداره ستراتیژیکو اړیکو په اړه پریکړه وکړي، نو ځکه خو هغه په همدې موخه د داسې یوې لویې جرګې د جوړولو غوښتنه وکړه چې په هغې کې د نړۍ د هر ګوټ استازیتوب ګډون وکړي.
جمیله ظریف،کابل