د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

په نيويارک کې نن پوليس د تيارسى په حال کې وو


په نیویارک ښار او شاوخوا کې یې نن وسله وال پولیس وروسته له دې تیارسی شول چې چارواکو د سپټمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي حملو د لسمې کالیزې په ورځ د باوري خو ناتایید شوې بمي حملې خبرداری ورکړ.
د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د بمي حملې د خطر په باب یې مالومات ترلاسه کړي دي.
په همدې منځ کې د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د تروریستي ضد هلوځلو د زیاتېدو امر کړی دی.
سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې وویل چې د هرراز تروریستي خطر په وړاندې یې ضروري اقدامات کړي او دې کار ته دوام ورکوي.
د سپینې ماڼۍ یوه مقام تایید کړه چې ولسمشراوباما تروریستي ضد ځواکونو ته امر کړی چې د بمي حملې د خطر په وړاندې خپلې هڅې دوه برابره کړي.
د امریکا د فدرالي حکومت جګپوړو مامورینو د نومونو د نه ښوولو په شرط وویل چې د یوې داسي تروریستي حملې، چې ممکن په موټر کې له بمونو پکې کار واخیستل شي، بالقوه خطر په واشنګټن یا نیویارک کې شته .
د نیویارک ښاروال مایکل بلومبرګ د پنجشنبې په ورځ د دې ښار د پولیسو په مرکز کې د احتمالي بمي حملې په اړه وویل:
«څرنګه چې د سپپمبر د یوولسمې د حملو لسمې کالیزې ته نژدې کېږو، د نیویارک د پولیسو څانګه، فدرالي تحقیقاتي اداره او ټولې استخباراتي موسسې تیارسی شوي دي، ځکه موږ د تروریستانو له نظره خبر یو چې دوی کالیزه د بلې حملې لپاره فرصت ګڼي.

اوس لا خطر له منځه نه دی تللی. زه غواړم چې پر دې ټینګار وکړم. دا باوری خبره ده او لا دا خطر موجود دی.»
خو نور امریکايي مقامات د دې په ترڅ کې چې خطر جدي او باوري بولي وايي چې لا هم سل په سلو کې تصدیق شوی نه دی.
د نیویارک ښار چارواکي وايي چې د خطر په وړاندې به د تدابیرو شدت ژر کم نه کړي.
د نیویارک ښار د پولیسو کمیشنر رایمونډ کیلي یوې خبري غونډې ته وویل چې د احتیاطي تدابیرو په لړ کې یې پولیس په درنو وسلو سمبال کړي او د منهټن په شمول یې په ټول ښار کې ځای پر ځای کړي دي.
د نیویارک ښاروال هم دا اقدامات تایید کړل او ویې ویل:

«د نیویارک د پولیسو څانګه ښار ته اضافي ځواکونه لېږي او د ښار د ساتنې لپاره نور اقدامات کوي، ځیني به یې تاسي لیدلي وي، او ځینو ته به ښايي متوجه نه شئ.»
امریکايي چارواکي د پاکستان په خاوره کې د مې په دوهمه نېټه د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د القاعده شبکې د عکس العمل یا ځوابي اقدام احتمال نه ردوي.
د امریکايي چارواکو په وینا په هغو سندونو او کمپیوټري فایلونو کې چې په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن په کور کې د دوی لاس ته ورغلي، ښودل شوي چې بن لادن د سپټمبر د یوولسمې نېټې په لسمې کالیزې د بلې حملې پلان درلود.
XS
SM
MD
LG