د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

هیلري کلنټن او من مو هنسنګ په نوي ډیلي کې شوې چاودنې وغندلې


په نوي ډيلي کې د یوې محکمې د ودانۍ په وړاندې په چاودنه کې پرون لږ تر لږه ۱۱ تنه ووژل شول او تر ۶۰ تنه زیات زخمیان شول،چارواکو ویلي چې بم غالبا په یوه بکس کې ایښودل شوی وو.

چاودنه د محکمې د ودانۍ په دروازه کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې شوې ده، د هند صدراعظم من موهن سنګه دا حمله غندلې ده:

(دا بزدلانه تروریستي عمل دی، موږ به ورسره وګورو او هیڅ کله به د تروریزم د فشارلاندې ټيټ نه شو .

په دې اوږده جګړه کې باید د هند ټول سیاسي ګوندونه او خلک سره متحد شي څو د تروریزم بنیاد ړنګ شي.)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه غندلې ده، د پېښې څيړونکو ویلي چې دوي په جنوبي اسیا کې د حرکت جهاد اسلامي په نوم د یوې غیر قانوني ډلې له خوا د استول شوي ایمیل په اړه تحقیقات کوي،دې ډلې د حملې مسولیت اخیستی دی .
XS
SM
MD
LG