د بریتانیا د نړیوالې پراختیا وزیر په غلطي داسۍ اسناد څرګند کړي چې ښیې ، لندن باید د جمهور ریس کرزي له دې تصمیم څخه چې نه غواړي د دریم ځل لپاره جمهوری ریاست ته ځان کاندید کړي هرکلی وکړي .
ددې اسنادو له مخې جمهور ریس د خپل کار د وهمې دورې په پاې کې له خپل مقامه د لرې کیدو لپاره په علني توګه د اساسي قانون په اساس خبرې کړې دي .
د بریتانیا د کابینې وزیر ، اندریو میتچل ، ویلي چې د کرزي دا اعلان د افغانستان سیاسي راتلونکې پیاوړې کوي .
دا اسناد په یوه محفوظ نوم خپاره شوي خو د بریتانیا د نړیوالې انکشافي ادارې یوه ویاند ټینکار کړي چې دا ډول اسناد طبعتا معمولی دی .
دهغه په وینا که چرته دا اسناد ډیر سرې وای نو د ملی امنیت د ادارې له خوا به ورباندی د محرم نوم ایښودل شوی واي اوپه همدی نوم به درج شوي واي . اندریو مچیل د بریتانیا ورستی مقام دی چې عکسونه یې په دې اسنادو کې خپاره شوي دي .
تر دې دمخه باب کوویک چې د پولیسو عمومي قوماندان او په بریتانیا کې له تروریزم سره د مبارزې د ادارې مسول وو په دوه زره نهم میلادی کال کې محرم اسناد سهوا افشا کړي وو چې تر هغه وروسته یې استعفی وکړه .
د تیر میلادي کال د نوامبر په میاشت کې هم د بریتانیا د خزانې د ریس چې د مالیې په وزارت کې دوهم نمبر مسوول بلل کیږي یعنی د داني الکساندر تصویرونه ددې هیواد د حکومت د لګښتونو له نسخو سره خپاره شول .
دا مسله ددې سبب شوه چې یاد شوی بریتانوی مقام خپل کار له لاسه ورکړي او د خلکو په منځ کې د جنجال سبب شي.