د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۳

امریکا:په سلګونه کورنۍ د توپان له خطر سره مخ دي


د متحد ایالاتو په ختیځو ایالتونو کې بې ساري توپان په سلګونه زره کورنۍ له خطر سره مخامخې کړي دي.

په سیمه ایز وخت د شنبې په ورځ د سهار په اوه نیمو بجو د ایرین په نامه توپان چې درجه یې یوه بلل شوي د شمالې کاریلینا ایالت سواحلو ته ورسېد.

اوس د ویرجینیا، نیوجرسي، نیویارک او باستن خلک د دې توپان له خبرداري سره مخامخ دي .

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د یادو شوېو سیمو له خلکو غوښتې چې په دې اړه سپارښنې جدي ونیسي او په خوندي ځایونو کې و اوسي.

ډیر تمرکز د نیویارک پر ښار دی، چې د متحد ایالاتو تر ټولو لوی تجارتي ښار بلل کیږي، ویل کیږي چې د دې ښار عمده برخې د ایرین له توپان سره مخامخې دي، تمه کیږي چې په سیمه ایز وخت د شپې په دولس بجو دا توپان نیویارک ته ورسیږي.

د نیویارک ښاروال مایکل بلومبیرګ د نیویارک له اوسیدونکو غوښتي چې له خطرناکو سیمو د وتلو سپارښتنې ومني .

د هغه په وینا د ایرین توپان خطرناک دی او ښایې د خلکو ژوند ته ګواښ پیښ کړي:

(موږ تر اوسه په اجباري توګه د سیمو تخلیه نه ده تر سره کړې او که اوس هم د دې توپان او سخت باد تهدید جدي نه وي پر دې کار به لاس پورې نه کړو .

تر ټولو ښه خبره به دا وي، چې طوپان په ختیځو برخو کې غلی شي او پر موږ نه لګیږي او یا دا چې شدت یي ډیر نه وي، خو موږ نه شو کولای چې له طبعیت سره زیات تړلی اوسو .

موږ باید تر ټولو بد حالت ته تیاري ولرو او تر ټولو ښه وضعیت ته هیله من اوسو.)


په امریکا کې د دې توپان له امله د سختو زیانونو مخنوینه کیږي، په دې ډله کې یو لوی زیان په نیویارک کې د ترانسپورتي او هوايي خدمتونو درول دي .

د جان ایف کیندي له هوايي ډګر څخه چې د نړۍ یو له لویو هوايي ډګرونو څخه دی د شنبې د ورځې د دولس بجو راهیسی الوتنې بندي شوي دي، ویل کیږي له شپږ زو الوتنو څخه ډیر ېي لغو شوې دي .

د شمالي کاریلنا په ایالت کې د ایرین د توپان سرعت په ساعت کې یو نیم سل کیلومتره اټکل شوی، چې د نیویارک په ایالت کې به یي چټکتیا یو څه کمه شي .


داسې مخنوینه یا پیشبیني هم شوې، چې په ډیرو سیمو کې به د سمندر د اوبو سطح درې تر څلورو مترو پورې لوړه شي او له توپان سره د شدېدو بادونو او سیلابو امکان هم په نیویارک ، واشنګټن ، نیوجرسي ، فلادیلفیا او یو شمېر نورو سیمو کې شته، شمالي کاریلینا کې پرون هم سخت سیلاو وشو .

نیویارک چې له نولس میلیونو څخه ډیر نفوس لري د متحد ایالاتو هغه ایالت دی چې تر ټولو ډیر وګړي لري، یواځې د نیویارک په ښار کې اته میلیونه تنه ژوند کوي .

دا ایالت د وروستي ځل لپاره په نولس سوه اته دیرشم میلادي کال کې له سخت توپان سره مخامخ شوي وو .
XS
SM
MD
LG