د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۴

ليبيا: ياغيان د قذافي د مخنيوي لپاره تدابير نيولي


معمر القذافي
معمر القذافي
د لیبیا یاغیانو له تونس سره د ګډې پولي راس الجدیر پوسته نیولي او غواړي له هیواد څخه د معمرالقذافي د تیښتی مخه ونیسي.

د تونس چارواکي وایي، دغي پوستی ته له سلو زیات یاغیان ورسیدل او د قذافی ملاتړي ورڅخه وتښتیدل.

په عین حال کي د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکیمون په لیبیا کي د نظم د چټک ټينګښت غږ وکړ او وایي، دا هیواد په سپکو وسلو ډک دی اود هیواد په زیاتو برخو کي جګړې روانې دې.

د ملګروملتونوعمومي منشي د افرایقایي اتحادیي، عربي اتحاد، اروپایي اتحادیي او د اسلامي هیوادونوکنفرنس سازمان له استازو سره له خبرو وروسته وړاندیز وکړ چي په لیبیا کي د نظم راوستلو په مقصد ممکن نړیوال پولیس ځاي پر ځاي شي.

“څرګنده ده چي په مخکي پرتي ستونزي ډېرې زیاتې دې. جګړې د هیواد په مختلفو برخو کي روانې دې. د شخړې د ختمولو، د نظم او ثبات د ټینګښت لپاره عاجله اړتیا ده . له مونږ سره په خبرو کي ټول ګډونوال په دې سلا شول، که د لیبیا چارواکي وغواړي نو مونږ به ورته د پولیسو ځواکونه برابر کړو. دا هم باید له یاده ونه باسو چي دا هیواد له سپکو وسلو ډک دی”.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي لیبیا ته د نړیوالو پولیسو د احتمالي استولو جزئیات په ډاګه نکړل. ده زیاته کړه، په طرابلس کي دا مهال د خوراکي موادو، تیلو، دارو درملو او اوبو د کموالي خطرونه هم موجود دي.

یاغیانو او د ناتو جنګی الوتکو خپل زیات پام د قذافي پلرني ټاټوبي سرت ښار ته اړولی . دا ښار له طرابلس څخه ۴۵۰ کیلومیتره فاصله لري او د قذافي د ملاتړو ستره سیمه ده.
XS
SM
MD
LG