د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۹

سوداګرۍ وزارت د یوشمېر خصوصي ښوونځیو تړل وغانده


سوداګرۍ خونې وايي، چې د خصوصي ښوونځیو په اړه دولت باید خپله پرېکړه بېرته واخلي.
سوداګرۍ خونې وايي، چې د خصوصي ښوونځیو په اړه دولت باید خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د خصوصي ښوونځیو ټولنې د پوهنې وزارت وروستۍ اقدام وغانده، چې په کابل کې یې لس خصوصي ښوونځي وتړل او یو شمېر یې جریمه کړل.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو د پوهنې وزارت وروستی اقدام د خصوصي سکتور پر خلاف وباله او له دغه وزارت نه یې وغوښتل چې ژر تر ژره تړل شوي خصوصي ښوونځي بیرته پرانیزي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي د خصوصي ښوونځیو له یو شمېر مسوولینو سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د پوهنې وزارت اقدام یو اړخیز وباله او ویې ویل، د خصوصي ښوونځیو په اړه په خپلو څیړنو کې یې د خصوصي سکتور استازي نه و پوښتلي.

نوموړي وویل، دولت دې خپله پریکړه بیرته واخلي:

″شخصي ښوونځي، ټولنه یې او د سوداګرۍ خونه د وزارت دغه اقدام نه مني، موږ یې نه منو او له خپل دولت نه غواړو، چې خپله پریکړه بیرته واخلي.

البته موږ چمتو یو چې هغه ښوونځي چې د ملي، عنعنوي او مذهبي ارزښتونو او د قانوني مسایلو پر خلاف عمل کوي، په هماغې دقیقې یې بندې کړي.″

د پوهنې وزارت په دې وروستیو کې په کابل کې د یو شمېر خصوصي ښوونځیو ارزونه وکړه، لس ښوونځي یې وتړل، پنځه یې څلویښت څلویښت زره، شپږ یې پنځوس پنځوس زره افغانۍ جریمه کړل او څو نورو ته یې د تړل کیدو خبرداری ورکړ.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، دغه خصوصي ښوونځي یې د ښوونکي په توګه د ۱۲پاسانو د استخدام، د لوړو فیسونو او د قرطاسیو د لوړو بیو په ګډون د ځینو ستونزو له امله تړلي او جریمه کړي دي.

بل خوا د پوهنې وزارت چارواکي په دغه اقدام باندې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې انتقادونه ردوي.

د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان ازادي راډیو ته وویل:

″په دې اړه د معارف قانون، د خصوصي ښوونځيو مقرره، هر څه څرګند دي. د اساسي قانون مواد په دې اړه واضح دي. د افغانستان د دولت په استازیتوب د پوهنې وزارت مسوول دی، چې هیوادوالو ته د پوهنې خدمات وړاندې کړي او هم یې کنترول کړي.

د همدغه قانون او د ولسمشر د فرمان له مخې دا اقدام شوی دی. په دې اړه هیڅ بې عدالتي نه ده شوې. زه بیا هم یادونه کوم چې موږ د خصوصي ښوونځیو له مسوولینو سره کومه ستونزه نه لرو.″

ښاغلي ایمان وویل، تړل شویو ښوونځیو ته دوه اونۍ وخت ورکړل شوې، چې که خپل خدمات له قانون سره سم کړي نو د بېرته پرانستلو اجازه به ورکړل شي.

هغه وویل، د خصوصي ښوونځیو د ارزونې دغه لړۍ به نوره هم دوام وکړي.

د پوهنې وزارت د چارواکو په وینا دا مهال په هیواد کې څه باندې پنځه سوه خصوصي ښوونځي او نیمه عالي تعلیمي موسسې فعالیت لري، چې څه کم یو لکو شپیته زره زده کوونکي لري.

د دوی په اړه څیړنې وروسته له هغې پیل شوې، چې څه موده مخکې جمهور رییس حامد کرزي په خپلې یوې وینا کې انتقاد وکړ، چې یوشمېر خصوصي ښوونځي یوازې د جیب ډکولو لپاره جوړ شوي دي او د هغوی په اړه یې د څیړنو امر وکړ.
XS
SM
MD
LG