د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۱

په ازبکستان کې د انټرنټي شبکو سانسور زيات شوى


په دې وروستیو کې ازبکستان د انترنت د شبکې او نورو ټولنیزو رسنیو د فلترکولو یا فلترنګ او سانسور د پراختیا له لارې په دې هیواد کې په ازاده توګه خلکو ته د اطلاعاتو د رسولو د محدودلو په اړه یو بل ګام اوچت کړى دی .

د بی سرحده خبریالانو سازمان وايي له پخوا څخه ازبکستان چاپي مطبوعات، راډیو او تلویزیون په مستقيمه توګه کنترول کړى او همدا شان د مستقلو منابعو اطلاعات او د انترنټ شبکه فلتر کوي .

په دې وروستو کې ازبکستان په پراخه بڼه پر رسنیو تعرض پیل کړى چې په عمده توګه انټرنټ او نوې میدیا هدف ګرځوي .

ازبکستان د فلترنګ سیستم له لارې د انترنټ او ټولینزو خبري شبکو څارنه پراخه کړې او یو شمېر کسان یې په دې ارتباط نیولي هم دي .

د بی سرحده خبریالانو سازمان وايي د منځني ختیځ بدلونونه یا د عربو د پسرلي پاڅون او ملي امنیت نه شی کېدای چې د سانسور لپاره یوه پلمه شي.

د روسیې چاپ کومرسنت ورځپاڼه لیکي ، د انټرنټ د شبکې سانسور په یوې سيمه ييزه مسئله بدل شوی دی .

د اګست په دوولسمه د استانې په ښار کې د ګډ امنیتي تړون د غړو هېوادونو چې په کې روسیه، ارمنستان، بيلروس ، قزاقستان ، قرغزستان ، ازبکستان او تاجکستان شامل دي یوه غیر معموله غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې په سیمه کې د هر ډول انقلابي خوځښت د خطرونو د راپیدا کیدو څخه د مخنیوي په مقصد توافق وشو .

د بې سرحده خبریالانو د راپور له مخې ازبکستان د اګست په پنځمه د خپل هیواد پر مطبوعاتو د نظارت لپاره تش په نامه د جمعي اطلاعاتو د متخصصینو یوه کمېټه جوړه کړه .

دا کېټه تر ډېره حده پر نوې میدیا او ټولنیزو رسنیو یا سوشیال میدیا او د ستلایت پر سیستم باندې څآرنه کوي چې په دې توګه ټلویزیون او هغه بهرنۍ شبکې چې په ازبکستان کې خپروني لری تهدید کوي .

د بې سرحده خبریالانو ټولنه دا پوښتنه مطرح کوي چې ازبکستان هم د خپل ګاونډې ترکمنستان ، ویروونکې لاره تعقیبوي او که څنګه ؟

ترکمنستان په دې پلمه چې د ستلایت انتنونو یې د ښار منظره خرابه کړي ډیر شمیر انتنونه ليرې کړل .

ازبکستان د اګست په نهمه د ملی دومېن د انترنیټی فیستوال په نوم ډیر شمیر انټرنټي شبکې بلاک کړي .

د سپټمبر په لومړۍ نیټه به د انټرنټي ټولنیزي شبکې یا سوشیل میدیا نټ ورکینک تاسیس په دې هیواد کې د میدیا د سانسور پر لوري یو بل ګام وي .

فکر کیږي چې د موبایل ټليفونونو ځینې کمپنۍ لکه بېلاین او شارک ټيلي کام به هم له سانسور سره همکاري وکړي . یو شمیر هغه فعالان چې د انټرنټ د شبکو له لارې یې د عربو د پسرلي د پاڅون په اړه معلومات خپاره کړي هم نیول شوي دي .

ازاده خبریاله ، الینا بوندر ، یوه له هغو کسانو څخه ده چې د اګست په دوه ویشتمه ونیول شوه او دټولو کمپیوټري وسایلو له ضبط وروسته بیرته خوشی شوه .
XS
SM
MD
LG