سټراټفور کامینټري:
امریکا چاپ سټراټفور کامینټري خپرونې په وروستۍ ګڼې کې په کابل کې د انګلستان پر فرهنګي مرکز د طالبانود حملې په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې لیکي:
که څه هم چې په افغانستان کې د افغاني تاسیساتو په نسبت د بهرنیو تاسیساتو امنیت مهم دی خو د امریکا د پوځي هدفونو په نسبت د انګلستان د فرهنګي دفتر هدف اسان او عادي دی او طالبانو باید له حملې مخکې د تاوان رسولو د ځایونو یا هدفونو د معلومولو لپاره یو لړڅېړنې هم کړې وې.
خپرونه لیکي، د انګلستان په فرهنګي دفتر باندې له دې حملې څخه د طالبانو مقصد ممکن دا وي، چې خلکو ته وښیي، دوی نه یوازې د افغان حکومت په تایسیاتو باندې د حملو توان لري بلکې، په بهرنیو هدفونو هم حملې کولای شي.
خپرونه زیاتوي، که څه هم چې حمله کوونکو د انګلستان د فرهنګي دفتر انګړ ته ځانونه ورسول خوافغان او بهرنیو ځواکونو په لږ وخت او کمو تلفاتو سره حمله خنثی کړه او وسله وال یې له منځه یوړل.
سټراټفور کامینټري وړاندې لیکي، دا معلومه نه ده چې په ریښتیا هم دا حمله له انګلیسانو څخه د افغانانو د خپلواکۍ د بېرته اخیستو له ۹۲ مې کلیزي سره مصادفه وه.
خو اصلي خبره دا ده، چې طالب وسله وال زیار باسي د افغانستان د خلکو او نړیوالو په وړاندې ځانونه د یوه مشروع ملي قوت په توګه مطرح کړي او داسې وښیي، چې دوی ګوندې د بهرنیو اشغالګرو پر ضد جنګیږي او د آګست د ۱۹ مې حمله هم ممکن د همدې داستان یوه برخه وي.
خپرونه لیکي، په کابل کې د انګلستان د فرهنګي مرکز په څېر په ملکي هدفونو باندې حملې یو ځل بیا دا خبره تائید کړه، چی طالبان یوه تروریستي ډله ده او په دې توګه به لویدیځ له دوی سره خبرو ته زړه ښه نه کړي.
نیو ریپپلک:
امریکا چاپ نیو ریپبلک ورځپاڼې، پټ اتحاد – تر سرلیک لاندې یوه تحلیلي مقاله لیکلې او لیکوال یې د پیل په کرښو کې لیکي، راته ښه په یاد دي، چې د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ میاشت کې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې یوه افغان ماته ویلي وو، طالبان او امریکا په ګډه کار کوي.
که څه هم چې د دغه لید یا نظر په اړه په افغانستان کې موثق معلومات او معتبر اسناد کم دي خو یو شی، چې افغانان یې د یوه مطلق واقعیت په توګه مني هغه د امریکا پوځي تسلط او واک دی.
خپرونه لیکي، افغانانو د هالیووډ فلمونه لیدلي، په خپلو لاسي راډیو ګانو کې یې د امریکایانو د زړه ورتیا او شجاعت راپورونه اوریدلي. زیات شمېر افغانان پوښتنه کوي دا څنګه کیداي شي، چې د نړۍ یو ستر طاقت دې داسې یوه ډله چې څپلۍ یې په پښو او کلاشینکوف یې تر غاړې دی، ماته نه کړي.
نیو ریپبلک خپرونه وړاندې لیکي، افغانان داسې فکر کوي، چې طالبان حتماً قوي ملاتړې لري. دا هم سمه ده، چې طالبان او پاکستان سره پخواني دوستان دي. په دې توګه نشو کولای، چې ووایو، د امریکا متحده ایالات او طالبان هم واقعا په یوې لیکې کې ولاړ دي.