په داسې حال کې، چې په کابل کې خلک د ټرانسپورټ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي د ملي بس په ریاست کې په سلګونو ټاټا او نور بسونه، چې له هند او نورو هېوادونو څخه وارد شوي غیر فعال ولاړ دي.
زیاتره هغه خلک، چې له دولتي ټرانسپورټ نه کار اخلي یا خو محصلین دي او یا هم ښوونکي دي، چې تل په تم ځایونو کې په ساعتونو ساعتونو ولاړ وي.
زیاتره خلک، چې دولتي معاشونه لري دا شکایت هم کوي، چې د دوي ټوله تنخوا د دولتي ټرانسپورټ د نشتوالي له کبله په کرایو مصرفیږي:
(۱:- زما نوم غاټول دی او محصله یم دلته موټر ته ولاړه یم ځکه امتحان لرم او را باندې ناوخته کیږي هم، هر موټر چې وي مجبوره یو چې په کې ولاړ شو خو که ملي بس وي نو ډير ښه دي، هره ورځ را باندې ناوخته کیږي چې ورسیږم استاد پارچې تقسیم کړې وي، کرایه مسله هم ډيره مهمه ده ځکه زه عین له پل چرخي نه راځم تر قوای مرکزه پورې زما د میاشتې دولس سوه کرایه کیږي که دا ښاري موټرونه وي نو زموږ کرایه دومره نه کیږي.
۲:- معلم صاحبان ډير کم معاش لري، چې په همدغه معاش هم د کور کرایه کیږي هم د کور مصرف، تاسو فکر وکړﺉ یو څوک چې هره ورځ نورو موټرو کې ځي شل روپۍ له یو طرف نه او شل روپۍ له بل طرف نه ورکوي تاسو یې وسنجوي په یوه میاشت کې څو کیږي، همدا وایم چې یو خو دریدل دي او بل ناوخت رسېدل ځکه هلته امر صاحب معلمانو باندې په قهر کیږي چې ولې وخت نه راځي.)
د دولتي ټرانسپورټ غیر فعالیدل په کابل کې د خصوصي ټرانسپورټي خدماتو بازار ګرم کړې، خو دې کار په ښار کې د ګڼه ګوڼې ستونزه هم را ولاړه کړې.
ځکه زیاتره دغه خصوصي ټرانسپورټي خدمات له وړو موټرو کار اخلي، چې باید په زیات شمیر کې کار وکړي.
د ملي بس ریاست بیا د خلکو شکایتونه تر یوه حده مني او وایي، چې اوس مهال دوي د بسونو له کمښت او همدا راز د لګو مالي امتیازاتو له کبله د چلوونکو له کمښت سره مخامخ دي، چې له امله یی زیات شمېر بسونه پر ځای ولاړ دي.
د ملي بس د تصدۍ رییس غلام حضرت وایي، چې هیڅ یو ډریور هم دیته نه حاضریږي چې په دغه کم معاش کار وکړي:
(وسایط سهار له پنځو بجو د ماښام تر اتو بجو پورې کار کوي او لس کاله یي له فعالیت نه تیر شوي دي، چې ترمیم ته هم ضرورت لري، د کابل په ښار کې موږ څلور سوه عرادې ملي بس لرو چې یو سلو پنځه شپیته یې د ډریور د نشتوالي له امله ولاړ دي، موږ د ډریور لپاره کافي معاش نه لرو او ډریور نه حاضريږي چې په درې زره دولتي معاش باندې کار وکړي.
کوم مصارفات چې په ملي بس کې دي هغه د ملي بس عواید نه شي تمویلوي او دولت هم په دې برخه کې هیڅ مرسته نه کوي).
همدا راز د ملي بسونو ځینې ډریوران هم له ټیټ معاش نه شکایت کوي او وایي، چې په دغو پیسو هیڅ خپله او د کورنۍ ستونزه نه شي حل کولای.
په دې هکله د کابل ښار یو ډریور وایي:
(د سهار له پنځو بجو چې راوځو تر اته نیمو نهو بجو بیرون یو، څلور زره او سل روپۍ معاش اخلم چې ما فوق درجه هم یم.
اضافه کاري هم نه لرو، څه وکړو، مجبوره یو چې راضي و اوسو، هېواد مو دی).
د ملي بس د ریاست د معلوماتو له مخې اوس په ټول افغانستان کې زر ملي بسونه دي چې شپږ سوه یي په ولایتونو او څلور سوه یي په کابل ښار کې په کار بوخت دي.
بل خوا بیا څه موده مخکې د ترانسپورت وزارت ویلي وو، چې هند غواړي افغانستان ته نور ملي بسونه هم راولیږي، خو ځکه یي وځنډول چې د هند په وینا د افغانستان د ملي بس په ریاست کې فساد شته.
که د ملي بس ریاست او ځینې نورو اړوندو ادارو ته پام وشي نو په لسګونه ملي بسونه په کې د خرابوالي له امله کرار ولاړ دي او څوګ نشته چې جوړ یې کړي.
د ټولنیزو چارو ځینې کارپوهان هم په ښار کې د ملي بسونو نشتون یوه جدي ستونزه بولي، ځکه د دوي په وینا ډیر خلک داسې دي چې د یوې مړې ډوډی پیداکولو ته حیران وي، او که ملي بس نه وي نو په نورو موټرو کې هم نه شي تلای.
مطیع الله خروټی وایي:
(د دولت مسوولینو ته چې د وزارت ترانسپورت په غاړه ده اول دې هغه سیستم بازسازي کړي، په دې معنې چې همدا اوس په سلهاوو موټرغیر فعال پراته دي، دغه نوي موټر چې راځي په ډیرو کمو پیسو جوړیږي، چون مسوولیت چاته سپارل شوی نه دی.
احساس د مسوولیت نشته، ډریور له بیرون نه راځي او موټر تسلیمیږي او د ښار په منځ کې یې داسې زغلوي لکه د ده د پلار شخصي موټر چې وي.
کله چې ټکر کوي هیڅ مرجع پوښتنه نه ورنه کوي، چې دا موټر ولې خراب شو، یو کلتور په افغانستان کې موجود ده دولتي موټر چې ټکر کیږي یا خرابیږي هیڅکله مسوول ارګانونه له ډریورو نه پوښتنه نه کوي چې دا دې ولې خراب کړ. ملي بس لکه څنګه یې چې له نوم نه معلوم ده باید خلکو ته خدمت وکړي).
مطیع الله خروټی زیاتوي، چې که دولت په خاصه توګه د ټرانسپورت وزارت دیته جدي پاملرنه وکړي، څو د پخوا په شان د ملي بس اسانتیاوې خلکو ته برابرې شي نو دا به له یوې خوا د هوا په ککړتیا کې مرسته وکړي، ځکه که د درې واړه موټرو په ځای یو ملي بس وي نو د هوا د پاکوالي په برخه کې ډیره مرسته کوي او له بلې خوا به بېوزله او نا توانه خلکو سره هم غټه مرسته وي.
جمیله ظریف،کابل