د سوريې ولسمشر وايي د خپل هېواد امن ته کومه اندېښنه نه لري او په سوريه کې د ليبيا غوندې پوځي مداخله هم نه شي زغملاى.
د سوريې ولسمشر بشارالاسد وايي په دغه هېواد کې امن ته کومه اندېښنه نه لري، نوموړي، په داسې حال کې چې په نړيواله کچه يې رژيم د مخالفانو د ځپلو له کبله غندل شوى، خلکو ته د ډاډ ورکولو لپاره د هر ډول پوځي مداخلې په وړاندې خبردارى ورکړ.
له دولتي ټلويزيون سره بشار اسد په ځانګړې مرکه کې دا څرګندونې څو ورځې وروسته تر هغه کوي چې امريکا او اروپايي متحدانو له هغه څخه وغوښتل چې واک دې پرېږدي او څو ساعته وروسته يوه ډيپلومات وويل د اسد رژيم ”لارې- کوڅې په وينو لمبوي“
له کله چې د مارچ له نيمايي د اسد د کورنۍ د څلوېښت کلنې واکمنۍ پر خلاف پاڅونونه پيل شوي دا څلورم ځل دى چې اسد په عام محضر کې راڅرګندېږي.
ده وويل:
”دا مهال د امنيتي وضعيت په اړه کومه اندېښنه نه لرم، موږ ويلاى شو چې امنيتي وضعيت ښه دى، ښايي خطرناکه به ښکاري، خو په حقيقت کې موږ کولاى شو مقابله يې وکړو“
اسد د بېړنيو اصلاحاتو او په فبرورۍ کې د پارلماني انتخاباتو ژمنه وکړه، خو ټينګار يې وکړ چې په سوريه کې ناکراري د بهرنۍ توطيې له کبله ده، نه د هغو کسانو کار چې رښتيني اصلاح غوښتونکي دي.
ولسمشر اسد وويل د امريکا د جمهور رئيس بارک اوباما هغه غوښتنه ورته هېڅ اهميت نه لري چې له ده څخه يې د واک پرېښودل غوښتي وو.
اسوشېټېډ پرېس اژانس زياتوي، مخالف لوري د اسد څرګندونې رد کړې دي، دوى وايي پر سوله ييزو مظاهره چيانو د دولتي ځواکونو د ډزو له کبله يې د اصلاحاتو لپاره د اسد پر ژمنو باور بايللى دى.
د بشري حقونو ډلې وايي پر اعتراضونو د حکومت د فشارونو له کبله تر ٢٠٠٠ زيات کسان وژل شوي، د پاڅون د کرارولو لپاره د رژيم ټانکونه، نښه ويشتونکي او د رژيم پلوي وسلوال ګمارل شوي دي.
اسد ليبيا ته ورته د پوځي مداخلې په وړاندې خبردارى ورکړ، ويې ويل ”د سوريې په وړاندې هر ډول پوځي اقدام به عواقب او عکس العمل ولري چې لوېديځ ته به د زغملو وړ نه وي“
اسوشېټېډ پرېس اژانس ليکي، تر اوسه داسې کوم جدي نړيوال پلان نه شته چې ليبيا ته ورته په سوريه کې پوځي عمليات پيل شي، ځکه مخالف لورى وايي دوى نه غواړي لوېديځ هېوادونه مداخله وکړي.
د سوريې رژيم په نړيواله کچه غندل شوى دى. د پنج شنبې په ورځ امريکا او اروپايي متحدانو يې له بشارالاسد څخه وغوښتل چې واک دې پرېږدي. ورپسې د شنبې په ورځ د دغه هېواد پخواني متحد ترکيې د سوريې وضعيت ”بې ثباته“ وباله.
د چهارشنبې په ورځ اسد د ملګرو ملتونو عمومي منشي بنکي مون ته څرګنده کړه چې په سوريه کې پوځي او امنيتي عمليات درول شوي دي، خو له دې ژمنې سره- سره په ټيټه کچه د حکومت له لوري عمليات لا هم روان دي.
فعالان وايي د يکشنبې په ورځ امنيتي ځواکونو د حُمص ښار پر خالديه ولسوالۍ يرغل وکړ، د عملياتو تر څنګ يې ځينې کسان ونيول. دوى وايي پوځ په شمال کې د پراته ادلب ولايت پر ولسواليو هم يرغل وکړ.
د فعالانو په خبره امنيتي ځواکونو د شنبې په ورځ په الرستن کې چې د حمص مرکز ته نژدې پروت دى، دوه تنه په ډزو ووژل، په وژل شويو کې يو تن محمود ايوب و، دى له هغو وتلو فعالانو څخه ګڼل کېده، چې اعتراضونه او مظاهرې يې تنظيمولې.
د منځني ختيځ په زړه کې سوريه په جغرافيايي او سياسي لحاظ خاص اهميت لري، چې له پنځو هېوادونو سره ګډه پوله لري او له خپلو ګاونډيانو سره په مذهبي او قومي لحاظ ځينې شراکتونه هم لري.