د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۴

په افغانستان کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې اصلي مسوول څوک دی؟


زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو په کابل کې د انګلستان په فرهنګي دفتر د حملې په اړه مقالې او مضمونونه لیکلي، خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مسله راخیستي او لیکي، په افغانستان کې د طالبانو د وروستیو حملو اکثر قربانیان ملکې خلک دي.

ورځپاڼه لیکي، وروستیو ارقامو او احصایو ښودلې، چې په پوځي هدفونو باندې د طالبانو حملې ناکامه شوې خو هغوی دا مهال په ملکي هدفونو حملې کوي.

له دغو حملو څخه ښکاري، چې زیات شمېر ملکېان په وروستیو دوو کلونو کې د طالبانو او نورو ډلو په حملو کې وژل شوي دي.

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د جون میاشتې راپور ته اشاره کړې او لیکي، په افغانستان کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په سلو کې د اتیا برخې مسولیت د طالبانو او د هغوی د متحدانو په غاړه دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، په افغانستان کې تر ټولو وژونکې وسله د سړک د غاړې بمونه یا ماینونه دي او ورپسي ځان وژونکې حملې دي؛ چې په ډېرو مواردو کې اصلي هدف ته له رسیدو مخکې تر سره کېږي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د ملي امنیت چارواکو تېره اوونۍ هغه ۳۳ انتحاري واسکټونه خلکو ته وښودل، چې په زابل ولایت کې یې کشف او نیولي وو. له دغه شمېر واسکټونو څخه هم په دې هېواد کې د ځان وژونکو حملو اندازه په ډاګه کېدای شي.

د ورځپاڼې په باور، د ځان وژونکو د دغو واسکټونو انتقالونکو اعتراف کړی، چې دا مرګونې وسایل او چاودیدونکي مواد یې کندهار ته وړل، دا شیان په لیلامي کالیو کې پټ شوي وو.

لاس انجلس ټایمز:

امریکا چاپ لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې هم په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه مقاله لیکلې او لیکي، د افغانستان خلک د دغې مسالې په اړه سخت اندیښمن دي.

ورځپاڼه زیاتوي، افغانان یوازې د ملکي خلکو د تلفاتو په اړه اندیښمن نه دي، بلکې دوی د خپلې اقتصادي راتلونکي په اړه هم په وېره کې دي، په خاص ډول په هغه حالت کې که چیرې امریکایان له دې هیواد څخه ووځي.

لاس انجلس ټایمز د نړیوال بانک په حواله لیکي، د افغانستان د اقتصاد په سلو کې ۹۷ برخه په نړیوالو پوځي او اقتصادي مرستو تکېه ده.

ورځپاڼه لیکي افغانانو ته په یاد دي، چې امریکایانو دوی په ۱۹۸۰ لسېزې کې له شورويانو سره له جهاد او بري وروسته په میدان پریښي وو او پښې یې سپکې کړې وې.

دا مهال هم افغانان اندیښمن دي او داسې فکر کوي، چې په متحده ایالاتو کې د اقتصادي ستونزو او په عربي هیوادو کې د ډموکراتیکو غورځنګونو د راپورته کېدو له وجې ممکن امریکا یو ځل بیا خپل پام له افغانستان څخه واړوي او افغانان په میدان پریږدي.

لاس انجلس ټایمز وړاندې لیکي، افغانستان سترې طبیعي زیرمې لري، خو د استخراج او را ایستلو لپاره یې لازم وسایل او د تولید شبکې نه لري او حکومت یې هم ډېر کمزوری دی.
XS
SM
MD
LG