د افغانستان په جګړو کې د دغه هېواد د ملي اردو او يا د نړېوالو ځواکونو په نسبت د ملي پوليسو افراد په جګړو او د سړک د غاړې په بمي حملو کې زيات وژل کېږي.
په تېر لمريز کال(۱۳۸۹) کې ۱۳۵۰ افغان پوليس وژل شوي وو، حال دا چې په همدې موده کې د ملي اردو د ځواکونو تلفات ۶۸۵ او د ناټو ځواکونو تلفات ۷۴۸ تنه وو.
په ځينو مواردو کې د ناټو ځواکونو هم سهواً پر پوليسو بمباري کړې يا يې پرې ډزې کړي دي، خو په کندهار کې وړمه شپه درې پوليس د ملي اردو د ځواکونو په ډزو ووژل شول.
په کندهار کې د افغانستان د ملي اردو او ملي پوليسو ترمنځ د چهارشنبې په ماښام پر يو بل د ډزو په نتيجه کې درې پوليس ووژل شول او لږ تر لږه پنځه ملکيان ژوبل شول.
نښته هغه مهال ونښته، چې د افغانستان د ملي اردو ځواکونو په ژېړۍ ولسوالۍ کې د پوليسو يوه ډله، چې ملکي کالي يې اغوستي و، ودروله.
د ژېړۍ د ولسوال نياز محمد سرحدي په وينا د ملي اردو ځواکونو له پوليسو څخه د هغوي د هويت او د يونيفورم د نه لرلو په باب پوښتنې وکړې تر دې چې دواړو خواوو خبره جګړې ته واړوله.
د سرحدي په وينا پر يو بل د ډژو په پايله کې درې پوليس ووژل شول، درې عسکر او اته ملکيان ټپيان شول.
له بلې خوا د کندهار ولايت د امنيې قومندان جنرال عبدالرزاق د پېښې د تاييدولو په ترڅ کې وويل چې پنځه ملکيان ټپيان شوي نه اته.
عبدالرزاق په دې شخړه کې د درو پوليسو وژل کېدا تاييد کړه، ويې ويل چې د پېښې د علت په اړه تحقيقات پيل شوي دي.