په داسې حال کې چې په کابل کې د چاپیریال او صفایي له پلوه ګڼ شمیر ستونزې پرتې دي، خو کابل ښاروالۍ وایي، چې غواړي د ځینو پروژو په پلې کولو سره په راتلونکو څو کلونو کې د ګلونو په ښار بدل کړي.
د کابل ښاروالي د ښاري خدمتونو مرستیال خوږمن علومي د کابل ښار په شمال کې د یوه نوي پارک د جوړولو په مراسمو کې وویل، چې دوی په ښار کې د پارکونو د جوړولو ترڅنګ د کوڅو او واټونو د پخولو لپاره هم ګڼ پروګرامونه ترلاس لاندې لري.
″تاسې به د دې شاهدان اوسی که موږ ژوندي واوسو نو کابل به د ګلونو په ښار بدل کړو او انشاالله چې دا کار کوو.
کابل ښاروال تیره ورځ د یوې ناحیې رییس ته وویل، چې تر څو چې موږ دلته یو که یو کس په لاره روان وي او بوټونه یې په خاورو شي نو یا به ته ورځې او دهغه کس بوټونه به پاکوې او یا به زه ورځم او بوټونه به یې پاکوم.
موږ به کابل دومره ښکلی او پاک کړو چې نور به نو ستاسې په بوټونو خاورې پرینوځي.″
د کابل ښاروالي پداسې حال کې دغه خبره کوي چې لا هم خلک د ناپاک چاپیریال له ستونزو او د پارکونو او میله ځایونو له نه شتون سره مخامخ دي.
د کابل ښار اوسیدونکی عبدالصبور وایي چې کابل ښاروالی ډير ځله د دا ډول پارکونو د جوړولو خبره کړې خو له بده مرغه چې لا هم مونږ د دوی عملي کار نه دی لیدلی.
″معلومه خبره ده د دا ډول پارکونو په جوړولو هر څوګ خوشاله کیږي. خو د دغه پارک د جوړولو خبره هم ډیر ځله شوې ده او حتې دا چې دیرش کاله مخکې دا جوړ شوی وو خو اوس بیا راغلي دي، چې جوړ یې کړي، هغه هم معلومه نه ده چې جوړ به یې کړي کنه، دا خو په افغانستان کې د خلکو عادت ده چې یوه خبره کوي خو عمل نه ورباندې کوي.
خو مونږ څو وکړو هیڅ کار مو هم له وسه نه دی پوره، دولت باید پدې برخه کې پاملرنه وکړي.″
همدا راز په کابل ښار کې د هوا او چاپیریال ککړتیا ته په پام سره د چاپیریال ساتنې ادارې هم خبردارې ورکړې، که پدې برخه کې جدي کار ونشي، نو ممکن په راتلونکو پنځو کلونو کې په کابل کې د ژوند کولو امکان محدود شي.
خو د دې اټکل اوس ګران بريښي چې د کابل په اړه به د کابل ښاروالی وړاندوینه سمه وي او که د چاپیریال ساتنې ادارې.
راپور: جمیله ظریف