ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، چې مشرانو جرګه غواړي د انتخاباتو د لانجې د غوڅولو لپاره مداخله وکړي.
ورځپاڼې وړاندې د فضل هادي مسلم یار څرګندونو ته په اشارې لیکلې، چې په دې مساله کې د مشرانو جرګې خاموشه پاتې کیدل ستر سیاسي خیانت دی.
ورځپاڼې وړاندې ولسي جرګې ته هم سر ورښکاره کړی او په دغه جرګه کې یې د یو نوي اتیلاف دریځ ته کتنه کړې، چې د انتخاباتو په اړه یې د ولسمشر کرزي د حکم ملاتړ کړی.
ورځپاڼې لیکلي، له دې ایتلاف سره، چې په کې د ولسي جرګې شپږې ډلې برخه لري له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف شاوخوا دېرش کسان هم ملګري شوي دي.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا په خپل بحث کې له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف په اقداماتو انتقاد کړی او لیکلي یې دي، چې د دې ایتلاف غړو له پیل نه د قانون په خلاف ګام پورته کړی.
ورځپاڼې د دې ایتلاف د غړو له خوا د ملي شورا ودانۍ ته د وسلو د راوړلو په اړه د مشرانو جرګې اعتراض هم راخستی او ویلي یې دي، چې دا کار د ملي شورا چاپیریال له ګواښ سره مخامخ کوي.
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې نن هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیکونه د انتخاباتو په سر روانې لانجې ته ځانګړې کړي.
ورځپاڼې له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف د مشر څرګندونې راخستي او لیکلي، چې د انتخاباتو په نتایجو کې هر ډول بدلون به له ولس سره خیانت وي.
خو ورځپاڼې د اصلاح غوښتونکو ایتلاف دریځ ته په اشارې لیکلي، چې له قانون څخه د ملاتړ ایتلاف په وړاندې راپورته شوې دا نوې ایتلاف د انتخاباتو د کمسیون پریکړه مني.
ورځپاڼې وړاندې په خپل بحث کې د انتخاباتو کمسیون په یوه دوه لاره کې هیسار بللې او لیکلي، چې زیات امکان موجود دې، چې د انتخاباتو به نتایجو کې بدلون راشي.
ورځپاڼې د ځینو سرچینو په حواله لیکلي، چې ممکن اوولس کسان، چې پخوا د انتخاباتي شکایتونو د کمسیون لخوا یی نومونه ویستل شوي وو ولسي جرګې ته واستول شي.
خو د انتخاباتو په اړه ددې ټولو لانجو برخلاف، چې په نا دولتي ورځپاڼو کې ورته اشاره شوې دولتي ورځپاڼو بیا تر ډیره هڅه کړې، چې لږ تر لږه نن په دې لانجه غږونه کاڼه واچوي.
دغو ورځپاڼو، چې تر ډیره په رنګینو مخونو کې خپاره شوې خپل مطالب تر ډیره د افغانستان د خپلواکې د بیا ترلاسه کولو کلیزې ته ځانګړې کړي.
خو یوازې هیواد دولتي ورځپاڼې بیا د ازادۍ د ترلاسه کولو لپاره د افغانانو د مبارزو په اړه د ځینو مطالبو ترڅنګ په هغو اوازو بحث کړی، چې په کې د ملي شورا د دواړو جرګو ترمنځ د جنګ په اړه خپرې شوي.
ورځپاڼې د مشرانو جرګې په حواله د رسنیو دا رپورټونه بې بنسټه بللي او لیکلي، چې د ملي شورا د دواړو جرګو ترمنځ د شخړې په اړه څه موجود نه دي.
پاتې دولتي ورځپاڼو انیس او اصلاح بیا خپل اکثره مطالب د هېواد د خپلواکۍ دوه نوي یمې کلیزې ته ځانګړې کړي او په ورته وخت کې خپل مخونه د غازي امان اله خان په انځورونو هم ښکلې کړي.