د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۸

یوویشت کلن حسیب الله د ناټو په مرکز کې څنګه ووژل شو؟


 د ایساف یوه ویاند ویلي، حسیب اله د سخت ټپ له امله مړ شو او د هغه د وژنې په اړه څیړنې روانې دي.
د ایساف یوه ویاند ویلي، حسیب اله د سخت ټپ له امله مړ شو او د هغه د وژنې په اړه څیړنې روانې دي.

د سې شنبې په ورځ یو افغان کارکونکی چې د ناټو په مرکز کې یې په کابل کې د ودانۍ د پاکولو چارې تر سره کولې ووژل شو.

یو ویشت کلن حسیب اله کاکړ په کابل کې د ناټو په دفتر کې کار کاوه. د هغه ورور رویټرز خبري اژنس ته ویلي، نه پوهیږي، چې ورور یې څنګه وژل شوی، خو فکر کوي، چې په تصادفي توګه د ناټو د یوه غړي له خوا ورباندې د شنبې په ورځ ډزې شوي.

ایساف دا پیښه تایید کړې خو دا چې چا په ځانګړې توګه ډز کړی او ولې یې حسیب په نښه کړی څرګنده نه ده.

د ایساف یوه ویاند ویلي، حسیب اله د سخت ټپ له امله مړ شو او د هغه د وژنې په اړه څیړنې روانې دي.

د کابل ښار پولیس وايي، دوی هم د پیښې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د وژل شوی سړي ورور احمد کاکړ وايي، د ایساف کارکونکو راته وویل، چې په تصادفي توګه یې ورور په ډزو ولګید.

وروسته له هغې چې روغتون ته رسول شوی، ډاکترانو یې د ژغورني هڅه کړې، خو د سخت ټپ له امله یې ساه ورکړې ده.

ها خوا په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشر جان الن په کاپیسا کې د فرانسوي عسکرو په لاس د دریو افغان ملکیانو د وژنې په ارتباط بخښنه غوښتې.

د ایساف په اعلامیه کې ویل شوي، چې جنرال الن د قربانیانو له کورنیو سره د کتنې پر مهال ویلي، خپلې هڅې به جاري وساتي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په وخت کې د ملیکانو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

د بهرنیو ځواکونو له خوا د افغان ملکیانو د وژنې پر مسالې د ولسمشر کرزي او لویدیځو چارواکو تر منځ لانجه ده.

د ملګرو ملتونو احصاییو تېره میاشت د روان میلادی کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکیانو د وژنې په اړه راپور خپور کړ او دا یې څرګنده کړه، چې په دې موده کې څه کم یو نیم زر ملکیان وژل شوي دی، چې د وړم کال په نسبت په سلو کې تقریبا پینځلس زیاتوالی ښیي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي په سلو کې اتیا د ملکیانو وژنې د مخالفو وسله والو له خوا کیږي.
XS
SM
MD
LG