افغان چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه نهه بجې د هېواد په جنوب کې د نړيوالو ځواکونو يوې مهمې اډې ته نژدې د تېلو د ټانکرونو پر يوه تمځاي بريد وکړ، چې په نتيجه کې يې څلور تنه ساتونکي او درې حمله کوونکي ووژل شول.
د کندهار د امنيې قومندان وايي، چې تېره شپه د دغه ولايت هوايي ډګر ته نژدې پر يوې ودانۍ بريد وکړ او څلور تنه افغان ساتونکي يې ووژل.
ده همداراز وويل، چې په دې بريد کې د سوپريم ګروپ اته ساتونکي چې درې يې نيپاليان ول، ژوبل شول.
د کندهار د والي ويندوی زلمي ايوبي وويل، د وسله والو کسانو يوې ډلې د سوپريم ګروپ په نوم د نړيوالو قرارداديانو پر يوې ودانۍ بريد وکړ.
پوليس وايي، درو ځانوژونکو هڅه وکړه، د سوپريم ګروپ ودانۍ ته ننوځي.
د کندهار ۴۰۹۴ میوند زون قومندان جنرال سالم احساس وويل، چې دا بريد د درو ځانوژونکو له لوري وشو، چې دوو يې د ودانۍ په دروازه کې ځانونه والوځول او درېم يې د امنيتي ځواکونو له خوا په ډزو ووژل شو.
په دې بريد کې، چې د کندهار هوايي ډګر ته نژدې وشو، د درو نيپاليانو په شمول پنځه تنه افغان ساتونکي ژوبل شوي دي.
سوپريم ګروپ تر دې دمه د دې حملې په اړه څه نه دي ويلي.
د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي ويلي، چې دا بريد د دوی کسانو کړی.
د اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې يوه افغان، چې په دې ودانۍ کې کار کوي، وويل، چې حمله کوونکو د چاودېدونکو موادو په وسيله بريد وکړ.
دغه افغان، چې احمد الله نيازي نومېږي، دا هم وويل، چې له دې ودانۍ څخه د تېلو هغه ټانکرونه کار اخلي، چې د ناټو ځواکونو اډې ته تېل رسوي.