د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۸

سوریه:حوله ښار کې خلک تر محاصرې لاندې دي


د سوريي د بشري حقونو د څارنې اداره وايي، په حوله ښار کې خلک تر محاصرې لاندې دي او د سوريي پوځ دغلته په داسې وخت کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي چې د درنو وسلو په ډزو سره په حمس ښار کې د نیونې لړۍ روانه ده.

په سوریه کې د حکومت پر ضد د خلکو د پاڅون له پیل څخه پینځه میاشتې تیریږي او د مخالفو مظاهره کونکو پر ضد د امینتي ځواکونو او پوځ د عملیاتو لړۍ نوره هم تیزه شوې ده.

د بشري حقونو فعالان وايي، امنیتي ځواکونو هغه ټولې لارې چې حوله ښار ته ځي وتړلې، په ډزو سره يې د خلکو په منځ کې ویره واچوله او بیا يې د خلکو نیول پیل کړه.

د سوري د بشری حقونو د څارنې ادارې وايي، امنیتي ځواکونو او حکومت پلوو میلشو د حوله ښار په لارو کوڅو او دیوالونو باندې د نظام پر ضد د لیکل شوو شعارونو په پاکولو پیل کړی دی.

بل لور ته د سوريي دولتي خبري اژانس وايي، ولسمشر بشار الاسد د حلب لپاره نوی والي ټاکلی دی، له دې وړاندې اسد پر وضیعت د کنترول لپاره د حماه او حمس ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکلي دي.

په عین حال کې د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د کمشنري یا (یو این ایچ سي ار)ویاند ګریس ګانیز د سوريي له مقاماتو غوښتي چې د خلکو پر وړاندې زور زیاتی ودروي او ټپیانو ته د مرستو رسولو لپاره زمینه برابره کړي.

له بلې خوا په لاذقیه ښار کې روغتیايي کارکونکو ویلي، چې د وسله والو په حملو کې د سوريي دوه سرتیري وژل شوي او ۴۱نور ژوبل دي .

د امریکا ولسمشر باراک اوباما، د سعودي پاچا عبد الله بن عبد العزیز او د بریتانيي صدراعظم ډیویډ کامرون په سوریه کې د حکومت له خوا د خلکو په وړاندې د زور زیاتي او تاو تریخوالي د فوري بندیدو غوښتنه کړې ده.

دغه راز ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راتلونکې پنجشنبه په سوریه کې د بشري حقونو د وضیعت او زیانمنو شوو کسانو ته د بیړنیو مرستو د رسولو په اړه غور وبحث وکړي.
XS
SM
MD
LG