د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکو د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ٤٣ ميله بېلابېلې وسلو د نيولو او ډاياګ ته د سپارلو خبر ورکړ.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد سلطاني نن(يکشنبې) له غرمې وروسته خبريالانو ته په يو خبري کنفرانس کې وويل:
د ننګرهار امنيتي پوليسو د شپږ مياشتو په موده کې د يو شمېر غېرو مسوولو اشخاصو او غلو څخه په کنترولي پوستو، ښارونو او يو شمېر ولسواليو کې ١٧ ميله کلاشينکوفونه، ١٧ ميله تمانچې، درې راکېټ لانچر او پېنځه پېنځه ډزې توپک او يو دانه فالتو ميل ترلاسه کړي، چې نن يې په ختيځ زون کې د ډاياګ مسوول ته وسپارل.
ښاغلي سلطاني دا هم وويل، چې تر اوسه د ننګرهار پېنځه ولسوالۍ د ډاياګ له پروسې څخه د يو لړ امنيتي ستونزو له کبله پاتې دي، خو په خبره يې چې د يادو ولسواليو ولسوالان او قومي مشران يې په دې اړه ورغوښتي تر څو دوي هم په خپلو سيمو کې غېرې مسوولو وسله والو اشخاصو څخه وسلې ټولې کړي.
هغه وويل: خوګياڼي، اچين، نازيان،شېرزاد ولسواليو کې يو شمېر هغه اشخاص چې د د ډاياګ په لېست کې دي له درېمې دورې څخه پاتې او په نېږدې راتلونکي کې به دغلته هم د ډياګ پروسه پلي شي.
امنيه قوماندان وويل: له يادو نيول شوېو وسلو سره يې شاوخوا درې څلوېښت تنه تورن هم نيول شوي او اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې له ٢٠٠٥ کال راهيسې تر دا مهاله د ډاياګ پروسې ته په ننګرهار کې ٤٣٠٠ ميله بېلابېلې وسلې سپارل شوي دي، خو لا هم د سيمې خلک د غېرې مسوولو وسله والو له شتون او زور زياتي څخه سر ټکوي.
محمد داود وفا/جلال اباد