ټاکل شوې ده، چې په دغه سفر کې به افغان پلاوې د ایران د حکومت له خوا په دغه هېواد کې د نا قانونه افغان کډوالو په اړه په وروستۍ طرحې او د افغان کډوالو په قانونې کولو خبرې وکړي.
د ایران حکومت غواړي، د دې طرحې له مخې هغه افغان کډوال چې په دغه هېواد کې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي وپیژني او بیرته یي افغانستان ته ستانه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسې زي د یکشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې ایران ته په دغه پلاوې کې به د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د نورو اړوندو وزارتونو چارواکې هم سفر وکړي:
(زموږ علاقه مندې او غوښتنه دا ده، چې یو لوړ پوړې افغان پلاوې د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر وکړي او د ایراني ذیصلاح چارواکو سره د طرحې په اړه په لوړه کچه خبرې اترې وکړي، تر څو نه یوازې د دواړو هېوادونو چې ډیری نژدې، ښې او مثبتې اړیکې سره لري.
د توافق په اساس باندې موافقې ته سره ورسیږي بلکې هغه افغان کډوال چې د دې طرحې څخه متاثره دي، هم حقوق خوندي وساتل شي.)
د افغان حکومت دغه پلاوې ایران ته دا سفر په داسې حا ل کې کوي، چې دوه اونې مخکې، د ملي شورا د دواړو جرګو یو ګډ پلاوې ایران ته سفر کړی وو، خو ایراني چارواکو ورسره د افغان کډوالو د ستونزې په هوارې کې له اوږې ورکولو ډډه کړی وه.
دا لومړی ځل نه دې چې ایران افغان کډوالو ته د ویستلو خبردارې ورکوي بلکې له دې وړاندې څو څو وارې ایراني چارواکو په دغه هېواد کې میشت افغان په زوره ویستې دي.
داسې اندیښنې موجودې دې، چې ښایې ایران ته د افغان پلاوې سفر کومې محسوسه پایلې له ځان سره ونه لري، خو د بهرنیو چارو وزارت دې ته خوشبینه دې چې له ایران سره د دوي اړیکې ښې دي او سفر به یې هم د ستونزې په هوارې کې ګټه ور وې:
(د ایران حکومت سره زموږ اړیکې ډیرې ښې، پراخې او جوړونکې دي، هیله مند یو چې په دې برخه کې هم داسې یوې موافقې ته سره ورسیږو، چې هغه د دواړو هېوادونو په خوښه او د کډوالو د حقوقو په ګټه وي.)
د بهرنیو چارو د وزارت د سرچینو له مخې، دمګړی په ایران کې شاوخوا ۱،۴ میلیونه غیر قانونې او دوه نیم میلیونه قانونې افغان کډوال ژوند کوي.
په ایران کې میشت افغان کډوال له ګڼو جدي ستونزو لکه، ښوونې او روزنې ته نه لاس رسې، په زور له دغه هېواده په ویستو، اعدام، بندي کیدو او نورو سره مخامخ دی.
ویل کیږي، چې دمګړی د ایران په زندانونو کې شاخوا پنځه زره ا فغانان بندیان دي چې له نیمایې ډیر د اعدام حکم شوي دي.
مخفي عزیزي، کابل