د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د تکزاس والي:راځئ چې په ګډه د امريکا د بيا موثر کولو لپاره کار وکړو


د امريکا د ټکزاس ايالت والي ريک پېري پرون د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو کې د ځان د کانديدولو اعلان وکړ، څو- نور محافظه کاره مخکښ کانديدان چې هڅه کوي د جمهوريت غوښتونکي ګوند له لوري ځانونه ونوموي، چلينج کړي.

پېري خپله کانديداتوري پرون په دې شعار سره اعلان کړه، چې ”راځئ چې په ګډه د امريکا د بيا موثر کولو لپاره کار وکړو“

په جمهوريت غوښتونکو کې پېري يوه وتلې څېره ده، چې د مالي مرستو په راټولولو کې هم مخکښ دى، دى به ښايي په ٢٠١٢م کال کې د ولسمشر بارک اوباما په وړاندې يو له درېيو مخکښو کانديدانو وي.
XS
SM
MD
LG